Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کورنیو چارو وزارت: د اختر لپاره ټول هېواد کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي

کورنیو چارو وزارت د کمرو لګولو په اړه د بشر حقونو نړیوال سازمان ادعاوې بې بنسټه بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/03

کورنيو چارو وزارت د بشري حقونو نړیوال سازمان هغه څرګندونې بې اساسه بولي، چې په کابل ښار کې يې د امنيتي کمرو د نصولو په تړاو کړي  دي.

دې سازمان په يوه بيان کې په کابل کې د امنيتي کمرو ځای پر ځای کول د افغانانو له اساسي حقونو سرغړوی بللی او ويلي يې دي، چې دا کار د خلکو جدي تعقيب په موخه کېږي.

خو  د کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع دا کار د امنيت ټينګښت لپاره يوه اړتيا بولي او زياتوي، چې د امنيتي کمرو لګول په نورو هېوادونو کې هم معمول دي.

قانع زیاتوي: « له بده مرغه ځېنې نړیوال سازمانونو، لکه د بښنې نړیوال سازمان غبرګون ښودلی چې محدودیت وضع کول د بشر له حقونو سرغړونه ده، دا بیخي بې اساسه ده، حقیقت نه لري. موږ دا کار یوازې د امنیت د تامین په موخه کړی او ورته وخت کې هېوادوال زموږ له دې کاره خوښ دي. دا ډېر مثبت رول لري د امنیت په برخه کې او د جرمونو کچه یې کمه کړې.»

قانع وايي، حکومت د یوه څلور کلن پلان له مخې د جنایي او امنیتي پېښو مخنیوي لپاره د کابل په شمول د ولايتونو ګڼې ګوڼې ځايونو، هوايي ډګرونو، سوداګريزو بندرونو او ګمروکونو کې امنیتي کمرې لګوي.

هغه زیاتوي: « له بده مرغه چې په تېر نظام کې هم دلته بالنونه وو، د افغانستان په خاوره کې استفاده کېدل په کابل او نورو زونونو کې؛ نو هغه وخت د بښنې نړیوال سازمان نه وه. زما غوښتنه له نړیوالو سازمانونو څخه دا ده، چې د افغانستان ځمکني حقایق دې وګوري نور نړیوال دې وګوري، چې هغوی کمرې نصبوي چا نیوکه پرې ونه کړه؛ نو بیا ولې په افغانستان نیوکه کېږي؟ اسلامي امارت د ولس ټولو حقوقو ته ژمن دی، امنیت تامینولو ته ژمن دی او په دې اساس موږ هر ډول اقدم کوو، هېوادوال دې خوښ وي او امنیت تامین دی.»

بل خوا د کابل ښاريان که څه هم د امنیتي کمرو لګول د خلکو په کټه کڼي، خو په شخصي لګښت په کوڅو له عامو خلکو د کمرو لګولو پر غوښتنې نيوکه کوي.

دوی زياتوي، د بې‌روزګارۍ او خراب اقتصادي وضعيت له امله نه شي کولی، چې د امنيتي څار لپاره په شخصي لګښت کمرې واخلي او نصب يې کړي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی قدوس وايي: « مثبت ګام دی، خو زه وایم که چېرې دولت دې ته بودیجه ځانګړې کړي نو زه فکر نه کوم چې دومره شي، ۵۰۰ افغانۍ چې د کور په سر اخلي، هغه بودیجه دې د کال په سر کې دې ته ځانګړې کړي.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی احسان الله وايي: «  دغه د کارت نو ساحه ده، په دې ساحه کې خلک د مازیګر له لمانځه ها خوا نه شوای ګرځېدای، ځکه په دې لاره کې رقم رقم خلک راوتل، خلک لوټل کېدل، خلک وژل کېدل.»

د کابل ښار اوسېدونکی نصیب ګل مومند بیا وايي: « دا ډېر ښه کار دی. دا کمرې چې ولګېږي زموږ او تاسې لپاره؛ نو غلاوې به ورکې شي، چور چپاول به ورک شي، ډېره ښه نتیجه به ورکړي. دا چې په جلال اباد کې هم نصب شي په کابل کې هم او هر ولایت کې نصب شي دا ډېر ښه کار دی، ځکه د غلاوو مخنیوی به وشي.»     

خو د کورنیو چارو وزارت بیا دغه کنګوسې ردوې چې ګواکې له خلکو یې غوښتې، چې د کمرو په لګولو کې مالي سهم واخلي.

وزارت وايي، د کمرو له لارې د امنيتي څار زياتولو په موخه به په نږدې راتلونکې کې له ځينو هېوادونو سره د تخنيکي همکارۍ په موخه قراردادونه هم لاسليک کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist