Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د ایران بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی

اسلامي امارت د نړیوال بانک له وروستي راپور هرکلی وکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/02

نړیوال بانک په خپل راپور کې د افغانستان اقتصادي پرمختګ ترڅنګ، د انفلاسیون کمښت خبر هم ورکړی.

راپور کې راغلي چې کارکوونکو ته په وخت امتیازات ورکړل شوي او د افغانیو ثبات د نورو پولي واحدونو پر وړاندې څو برابره زیات شوی.

د نړیوال بانک راپور یوه برخه :« د روان کال پیل څخه د اګست تر ۲۴مې نېټې پورې د افغانیو ارزښت د نورو اسعارو پر وړاندې زیات شوی. روان کال کې د بانک څخه د پيسو ترلاسه کولو کچه له ۳۰۰۰۰ افغانیو څخه ۵۰۰۰۰ افغانیو ته لوړه شوه، خو اوس هم ځینې محدودیتونه شته. سلګونو ښځینه او نارینه کارکوونکو سره د تلیفون له لارې مرکې شوي او نږدې ټولو د ۲۰۲۳ کال په جولای میاشت کې خپل معاشونه ترلاسه کړي. تیرکال لومړیو پنځه میاشتو په پرتله عواید  ۸سلنه زیات شوي.»

نړیوال بانک داسې مهال د افغانستان اقتصادي ودې په اړه راپور خپروي چې په کور دننه او نړیوال مارکیټ کې د ډالرو او پاکستاني کلدارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت څو برابره زیات شوی دی.

دریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ د نړیوال بانک وروستی راپور ریښتینولی بللی او دا يې د روان اقتصادي بهیر اصلي انځور یاد کړی.

یادې مرستیالۍ زیاته کړې:«  د نړیوال بانک له لوري د افغانستان اقتصاد په اړه وروستی راپور ستایو چې د انفلاسیون کچې ټیټېدو، په کوردننه خوراکي توکو تولید زیاتوالي، بهرنۍ اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدل او د کاري فرصتونو زیاتوالی په کې یاد شوي، دا راپور د پرمختګونو عیني واقیعت دی چې دې بانک وړاندې کړی دی.»

اقتصادي مرستیالۍ د راپور ستاینې ترڅنګ له نړیوال بانک غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د دوی له لورې تمویلېدونکي پروژې بېرته پیل کړي.

یادې مرستیالۍ زیاته کړې:«  ټول نړیوال سازمانونه دې نړۍ ته د افغانستان روان پرمختګونه په سمه توګه وړاندې کړي. اسلامي امارت له نړیوال بانک څخه غواړي، هغه پروژې چې د دې بانک له لوري تمویلېږي او اوس یې کارونه نیمګړي دي بېرته پیل کړي.»

نړیوال بانک په خپل راپور کې یادونه کړې چې د غیر رسمي مالوماتو له مخې، له جنورۍ تر جولای میاشتې پورې د صادراتو کچه ۰.۹۱ میلیارده افغانۍ وه، چې  د تیر کال پرتله ۴۹ سلنه زیاته شوې چې ډېری ایران، پاکستان، چین او هند ته شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist