Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې بڼوال د انګورو حاصلاتو له کموالي شکايت کوي

هرات کې بڼوال د انګورو حاصلاتو له کموالي شکايت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/30

په هرات ولایت کې یو شمېر د انګورو بڼوال وايي، د تیر کال ژمي سړې هوا او سږنۍ وچکالۍ له امله د انګورو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

بصیر احمد د هرات انجیل ولسوالۍ اوسېدونکی دی، دیرش کاله کیږي په بڼوالۍ بوخت دی.

هغه وایي، سږ کال د سړې هوا او وچکالۍ له امله يې حاصلات د تېرو کلونو په څېر نه دي.

د بصير احمد په خبره، د حاصلاتو کموالی د دې لامل شوی دی چې د بڼوالو عايد هم کم  شي.

هغه زیاتوي:« دغه بڼ چې تاسې یې وګورئ میراثي بڼ دی. دا ماته له پلاره پاتې دی، له ۳۰ ییا ۳۵ کلونو راهیسې بڼ او بڼوالي زما کار دی؛ خو له دومره مودې را په دېخوا له بده مرغه سږکال تر ټولو سخت کال وه، ځکه چې په ژمي کې د سړې هوا سختې څپې تاقونه خراب کړل، یخ ووهل او بڼونه زیانمن شول.»

د هرات کرنې او مالدارۍ ریاست د اوبو لګولو او مالدارۍ مرستیال محمد نسیم سحر وايي، روان کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات ۳۰ سلنه کم شوي او په خبره یې له باغونونو ۱۰۰ زره ټنه انګور ترلاسه شوي. په داسي حال کې چې تیر کال دغه اندازه شاوخوا ۱۴۰ زره ټنه وه.

سحر زیاتوي:« په روان ۱۴۰۲ کال کې د انګورو تولیدات شاوخوا ۱۰۰ زره ټنه دي او په ۱۴۰۱ کال کې ۱۴۰ زره ټنه وو، چې د تېر کال پرتله د انګورو د تولیداتو کچه شاوخوا ۳۰ سلنه کم شوې.»

د هرات کرنې او مالدارۍ خونې مسوولین هم د بڼوالانو اندیښنو په تائید سره وایي، د تیر ژمي سړې هوا او وچکالۍ نه یوازې باغونه زیانمن کړي، بلکې د نورو کرنیزو حاصلاتو د کمښت لامل هم شوي.

د دوی په خبره دې ولایت کې د انګورو حاصلاتو ترڅنګ د وچکالۍ له امله د غنمو حاصلات هم کم شوي.

د هرات د مالدارۍ او کرنې خونې مرستیال نجیب الله رحمتي وايي «موږ سږ کال په هرات کې د غنمو حاصلات نه درلوده، په ځانګړې توګه د هرات په لودیځه حوزې، په ختیځه حوزې ، لکه شینډن، اوبې او داسې نورو کې ویلی شو چې حاصلات یې عادي وو.»

هرات د هېواد په لودیځ کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې یو له مخکښو ولایتونو دی، چې اوسېدونکي یې په پراخه کچه پر بزګرۍ بوخت دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې
افغانستان

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه
افغانستان

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist