په پاکستان کې د شهباز شریف پر مشرۍ د ائتلافي حکومت له رامنځته کېدو وروسته، په دې هېواد کې ورځ تر بلې سیاسي وضعیت کرکېچن کېږي، امنيتي وضعيت ترينګلی شوی او اقتصادي ناورين هم ورځ بلې ته د پراخېدو په حال کې دی.
په دې هېواد کې ډېموکراټیک بڼه پر دېکټاټورۍ اووښتې، په داسې حال چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان په ګډوڼ ښايي مخالفې سیاسي څېرې د زندان د میلو تر شا ودرېږي.
تازه د تحریک انصاف ګوند مرستیال او د پاکستان بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي وړمه ورځ په اسلام اباد کې له خبري کنفرانس وروسته د پاکستان د پوځ له لوري نیول شوی.
د سیاسي چارو شنونکی احمد خان اندړ وايي:« که چېرې د پاکستان حکومت په خپلو سیاسي کړنو کې بدلون رامنځته نه کړي، ولس به یې لا ترې ناراضه شي او پر وړاندې به یې ډېر لاریونونه وکړي. د دې ډېر امکان شته دی چې دا هېواد( پاکستان) په څو ټوټو ووېشل شي. »
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او د دې غورځنګ د یو شمېر نورو لوړپوړو مشرانو په ګډون زرګونه تنو په اسلاماباد کې اعتراض ترسره کړی او د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې له لوري پر پښتنو د روانو ظلمونو، مرموزو نیونو او هدفي وژنو پر وړاندې یې د احتجاج غږ پورته کړ.
له دې نیوکو وروسته د پاکستان پولیسو د پي.ټي.ایم مخکښ مشر علي وزیر نیولی دی. پاکستاني رسنیۍ د نوموړي نیول کېدو لامل د حکومت په چارو کې لاسوهنه بولي، خو د نېول کېدو تر شا یې ښایي اصلي لامل په پرونۍ غونډه کې وینا او د پاکستان پر پوځ توندې نیوکې وي.
د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي:« زه ویلی شم چې د دوی ( پاکستان) همدا د جګړو پروژه ده. که چېرې په سېمه کې جګړه نه وي پاکستان تجزیه کېږي، پاکستان له منځه ځي نو د پاکستان پاتې کېدل زموږ د افغانانو په وینو، سیمې ته د تروریزم صادرول او په سیمه کې نویو جګړو ته لاره جوړول دي.»
له امنیتي اړخه دغه هېواد په وروستیو وختونو کې له سخت فشار لاندې دی، چې د پاکستان پوځ څخه یې هم د مهار لار ورکه کړې.
تازه د شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې د چاودنې له کبله ۱۱ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
ویل کېږي چاودنه د هغو کاریګرو پر موټر شوې، چې د پاکستان پوځ لپاره یې پوسته جوړوله.
شنونکي وایي، په دې هېواد کې هر سیاسي تحول کولی شي افغانستان په مستقیم ډول اغیزمن کړي، نو اسلامي امارت ته پکار ده چې د پاکستان وضعیت تر ژورې څېړنې لاندې ونیسي.
د سیاسي چارو شنونکی نجیب بهادر وايي:« دا طبیعي خبره ده چې د پاکستان وضعیت ان د سیمې هېوادونو پر وضعیت هم تاثیر پرېښودلی شي او په ځانګړي ډول پر افغانستان باندې یې منفي اغېزې ډېرې زیاتې دي. په کار دا ده چې د افغانستان له خوا ډېر یو منظم او مدیریت شوی سیاست غوره شي او دغه حالت په ډېر دقت سره تر څېړنې لاندې ونیسي.»
دا په داسې حال کې ده چې د شهباز شریف پر مشرۍ حکومت استعفاء ورکړې، پارلمان منحل شوی او انورالحق کاکړ د پاکستان د نوي سرپرست لومړي وزیر په توګه دنده پیل کړې.
پاکستان کې دا مهال د راتلونکو ټاکنو لپاره تیارۍ روانې دي او که وضعیت له خپل نورمال حالته ونه وځي د پلان له مخې ټاکل شوې په راتلونکو شااوخوا دوو میاشتو هلته نوې ټاکنې ترسره شي.