Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پکتيا اوسېدونکي پر کلدارو د راکړې ورکړې مخنيوي غوښتنه کوي

د پکتيا اوسېدونکي پر کلدارو د راکړې ورکړې مخنيوي غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/21

د پکتیا ولایت  څمکنیو ولسوالۍ په شهرنو بازار کې چې د دې ولایت په کچه تجارتي مرکز بلل کیږي، لا هم خلک د افغانیو پر ځای پر پاکستانیو کلدارو پير او پلور کوي.

عام خلک او هټۍ وال وايي، دوی د افغانیو د ترویج په برخه کې له حکومت سره همکارۍ ته چمتو دي، خو په خبره يې دولت ته هم پکار ده، چې په دې تړاو اړین ګامونه پورته کړي.

د څکمنیو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:«موږ په دې خوشاله کېږو چې زموږ خپل هېواد دی او خپلې افغانۍ وکاروو.»

د څکمنیو ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی بیا واي:«  موږ باید د پردېو له پیسو لاس واخلو ترڅو  هغه ستونزې چې د دې پردېو پیسو له امله راغلي هغه حل شي.»

د څمکنیو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی:« خلک په افغانیو او ډالرو توکي راوړي په ډالرو یې خرڅوي، همدارنګه د مزدورانو او ټولو خلکو ډېرې ستونزې دي، نو دولته دا هېله لرو چې موږ ته دلته کرنسي په افغانیو کړي.»

اخوا صرافان او سوداګر وايي، که په ياده ولسوالۍ کې د بانک څانګه پرانېستل شي او یا هم سرپرست حکومت افغانۍ په بازارونو کې ډېرې کړي، د افغانیو د ترویج  یاده ستونزه ورسره حل کیدلی شي.

څمکنیو ولسوالۍ کې  د صرافانو ټولنې مشر محمد ایوب وايي:« دا حکومت پورې تړلې خبره ده حکومت مخکې هم دا هڅه کړې، خو که خلک ملاتړي نه شي ورسره حکومت نه شي کولی دغه پیسې بندي کړي.»

د څمکنیو ولسوالۍ یو تن هټۍ وال سید سلېمان وايي:«  دلته د افغانیو کمښت دی له خلکو سره او بانکي سیستم دلته شتون نه لري، نو زموږ له دولته دا هېله ده چې موږ ته بانکي سیستم فعاله کړي ترڅو ولس له افغانیو برخمن شي او زموږ راکړه ورکړه ټوله پر افغانیو شي.»

سوداګر زاهد زغم بیا وايي:« علت خو واضح خبره ده یو څه حکومت همکاري نه کوي او یو څه هټۍ وال په اتفاق نه دي، دواړه طرفونه همکارۍ نه کوي او بل زه فکر کوم حکومت هغومره په کافي اندازه افغانۍ هم شهرنو بازار ته نه شي رسولی.»

د پکتیا ځايي چارواکي هم مني چې دغلته لا هم په ځينو ولسوالیو کې پير او پلور پر کلدارو کېږي، خو زياتوي هڅې یې پیل کړي ترڅو په دې ولایت کې پر بهرنیو اسعارو د پير او پلور مخنیوی وکړي.

د پکتیا اطلاعاتو کلتور ریاست مشر ثواب جان اسلامیار وايي:« په پکتیا کې به ډېرې کمې ولسوالۍ او ځایونه وي چې هلته دې په بازارونو کې راکړه ورکړه په کلدراو کېږي. د افغانستان د اسلامي امارت د مشرانو پالېسي، هوډ او اراده دا ده چې په جدي توګه د کلدارو راکړې ورکړې مخنیوی وشي او ۱۰۰ سلنه په هېواد کې افغانۍ رایج  شي.»

د پکتیا ترڅنګ د پکتیکا په ډېریو ولسوالیو کې هم خلک په ورځینو راکړو ورکړو کې له پاکستانیو کلدارو ګټه اخلي.

د چارواکو په خبره، په دې تړاو یې خپلې هڅې ډېرې کړې دي ترڅو په دې برخه کې د افغانستان بانک  په مرسته یاده ستونزه په بشپړه توګه حل کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist