د اګست ۱۵ مه کابل ته د اسلامي امارت ځواکونو د دننه کېدو له دویمې کليزې سره برابره ده.
پوره دوه کاله وړاندې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د اګست میاشتې پر ۱۵مه د اسلامي امارت ځواکونه یو په بل پسې د ولایتونو تر نیولو وروسته پلازمېنې کابل ته دننه شول.
د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنېدو وروسته که څه هم تمې دا وې، چې د دوحې هوکړې سره سم باید په رسمیت پېژندل شوی وای؛ خو د تمې خلاف له دوو کلونو وروسته لا هم هېڅ هېواد اسلامي امارت پر رسمیت نه دی پېژندلی.
د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل، په دولتي، خصوصي او نړيوالو ادارو کې د ښځو پر دندو بندیز، په کابل کې د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري د شتون او وژل کېدو ادعا هغه څه ګڼل کیږي، چې د نړۍ دریځ یې د اسلامي امارت پر وړاندې سخت کړ.
نړۍ لا هم د اسلامي امارت پر سیاستونو نیوکې لري، له همدې کبله یې پر ځینو چارواکو نوي بندیزونه لګولي او د دوحې له وروستۍ ناستې پرته یې په هېڅ رسمي ناسته کې د ګډوڼ بلنه نه ده ورکړې.
د سیاسي چارو شنونکي که څه هم د اسلامي امارت تېره دوه کلنه موده له یو شمېر لاسته راوړنو سره مله بولي، خو وایي، په راتلونکې کې د رغنده او عادي سیاسي تعاملاتو د پیل لپاره لا نورو هڅو ته اړتیا ده.
پخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج وايي:« طالبان په دې وتوانیدل چې ورو ورو له بهرنیانو سره اړیکې جوړې کړي. شااوخوا په ۱۴ هېوادونو کې همدا اوس د اسلامي امارت ډیپلوماټان شتون لري او د ملګرو ملتونو سازمان په ګډون ۱۷ بهرنۍ استازولۍ په کابل کې فعاله دي. دا اوس یوه لویه لاسته راوړنه ده، که څه هم په ظاهرا بهرنیان وايي له طالبانو سره نه تعامل کوي او نه یې هم پر رسمیت پېژني. موږ یې هم ګورو، چې ډيپلوماټېکې اړیکې شته دي، تګ راتګ شته، تعامل شته ، پلاوی ځي، پلاوی راځي، نو دا همد پردې شاته که وګورو یوه ښه لاسته راوړنه ده.»
که څه هم اسلامي امارت په ایران او پاکستان کې سیاسي استازولۍ لري، خو دواړو هېوادونو په دې موده کې د خپلو ګټو پر اساس بېلې بېلې غوښتنې مطرح کړي.
ایران په بار بار د ټولګډون حکومت رامنځته کول او بل پلو پاکستان بیا واک ته د اسلامي امارت د رسېدو له لومړۍ ورځې په دې هېواد کې د ترهګرۍ د زیاتېدو تور پر سرپرست حکومت پورې کړی دی.
د چین په ګډون د افغانستان نورو ګاونډیو هېوادونو که څه د افغان حکومت پر وړاندې خپل رسمی دریځ نه دی په داګه کړی؛ خو داسې برېښي چې دوی هم له نړۍوالې ټولنې سره د غوښتنو په څرنګوالي کې په یوه خوله وي.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي:« د اسلامي امارت په دوه کلن سیاسي سفر کې یو شمېر هغه ستونزې چې دوی ته په سر کې پېښې وې ، لا تر اوسه پورې په خپل حال دي، خو یو شمېر ستونزې یې کابو کړي هم دي، د بېلګې په ډول په بهرني سیاست کې موږ ګورو چې له یو شمېر هېوادونو په سفر له ګاونډیو هېوادونو سره ډيپلوټیکې اړیکې ټېنګې شوي دي، سره له دې چې له اسلامي امارت پر رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو پر نړیواله کچه او په سر کې له امریکا سره یې سیاسي تعاملات پر خپل حال دي. که څه هم ځينې ناستې په قطر کې ترسره شوې، خو مناسب بری ترلاسه نه شو چې پر هغې باندې خلک ډاډه وي،چې له امریکا او نړۍ سره دوی ( اسلامي امارت) په ډیپلوماتیکو برخو کې کوم پرمختګ کړی وي.»
د سیمې په کچه روسیه هغه هېواد دی چې ټاکل شوې تر راتونکې یوې میاشتې پورې د مسکو فارمټ تر عنوان لاندې د افغانستان د موضوع پر محوریت غونډه جوړه کړي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وار دمخه د ټولګډونه حکومت پر موضوع تم کېدل د دې ناستې اصلي اجنډا بللې.
ملګرو ملتونو که څه هم په لومړي ځل د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې پر سر د خبرو د پیل ناره پورته کړه؛ خو د ګڼو هېوادونو له شدیدو نیوکو وروسته دغه هڅه په نطفه کې خنثی شوه.
د سیاسي چارو شنونکی شېرحسن حسن وايي:« طالبان یو شمېر کارونه نه کوي، چې افغانان او هم نړۍ یې ترې غواړي. دا کارونه د طالبانو له لاسه پوره دي او دا د طالبانو مکلفیت جوړیږي، چې د یوه سیاسي ګروپ په توګه نه بلکې د یوه چا په توګه چې حاکمیت یې په لاس کې دی، د دغو کارونو د ترسره کولو ژمنتیا هم افغانانو او هم نړۍ ته ورکړي.»
خو له دې هر څه سره سره اسلامي امارت خپله تېره دوه کلنه موده له سیاسي اړخه بریالۍ ګڼي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد که څه هم له شااوخوا ۱۵هېوادونو او سیاسي استازولیو سره د تعامل لرل د سرپرست حکومت لپاره بریا ګڼي خو له نړۍوالۍ ټولنې غواړي چې له افغان حکومت سره د دوه مخي سیاست پرځای داسې سیاست غوره کړي چې اسلامي امارت یې د ځان حق بولي.
هغه زیاتوي:« له هېوادونو سره د اړیکو په رغولو کې، له هېوادونو سره د نوي سیاستونو په تعامل کې، د بې پرې پالیسۍ او سیاست په غوره کولو او ساتلو کې، د اقتصاد محوره اړیکو په تامین کې،اسلامي امارت خپلې ټولې هڅې کړي دي. زموږ ډیپلوماتېکه دستګاه هم ښه فعاله ده او فعالیت یې کړی دی، دا چې ځینې هېوادونه لاهم مانع کېږي او یا هم زموږ د سیاسي پرمختګ او لاسته راوړنو پر وړاندې خنډ وي، خو زموږ مسوولیت ځکه نه دی، چې موږ خپل مسوولیت ترسره کړی دی. هاخوا دا د دوی ظلم دی چې له افغانانو سره یې کوي. افغانستان حق لري چې پر رسمیت وپېژندل شي، نظام یې حق لري چې ملاتړ یې وشي. موږ چې کومه سوله او ثبات لرو، د دې ملاتړ کول پکار دي.»
د یوه واحد مرکزي حکومت رامنځته کول، د قدرت د جزیرو له منځه وړل او په یوه وخت کې د موافق او مخالف له ادرسه سیاسي ګټه اخیستنې ته د پای ټکی کېښودل له سیاسي اړخه هغه لویې لاسته راونې بلل کیږي چې په تېرو دوو کلونو کې ترلاسه شوي.
خو له دې هر څه سره سره غوښتنې دا دي چې اسلامي امارت باید د ټولو هغو تېروتنو او خامیانو له تکراره ډډه وکړي چې په تېر دوه کلن مزل کې یې ترسره کړي او په راتلونکې پر داسې لارو چارو تمرکز وکړي چې وکولی شي افغانستان د نړۍ د سیالو هېوادونو په کتار کې ودروي.