Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یونېسف: افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر ۲۸.۸ میلیونو ته لوړ شوی

د ناروې کډوالۍ شورا: تېر یوه کال کې د اړمنو افغانان شمېر کې یو میلیون زیاتوالی راغلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/16

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته پراخه وزګارتیا، بېوزلي، د امریکا له لوري د افغانستان د پانګې ګنګلېدل او له سرپرست حکومت سره د نړیوالو مرستو کمښت هغه لاملونه بلل کیږي چې له کبله یې ډېر شمېر افغانان د نړیوالو بنسټونو بشري مرستو ته کېنولي دي.

په داسې حال چې د خوړو نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) په ځلونو په افغانستان د بشري وضعیت د خرابوالي خبر ورکړی.

تازه د ناروې کډوالۍ شورا (اېن.آر.سي) مشر نیل ټورنر ویلي، دا مهال ۲۹ میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري چې له تېر یوه کال راهیسې په کې یو میلیون زیاتوالی راغلی دی.

ټورنر زیاته کړې:« واک ته د طالبانو له رسېدو او پراختیایي مرستو له بشپړې وتنې وروسته، په خواشینۍ سره لا هم وضعیت د دوو کلونو په پرتله نه دی ښه شوی. د وچکالۍ، بېوزلۍ او د اقتصادي فرصوتو کموالی هغه څه دي چې په افغانستان کې یې شدیدې اړمنتیا ته لار هواره کړې. یوازې سږ کال یو میلیون نور افغانان بشري مرستو ترلاسه کولو ته اړمن شوي، په داسې حال کې چې د اړمنو افغانانو شمېر ټولټال شااوخوا ۲۹ میلیونه دی. له دې ډلې درې میلیونه د ژوندي پاتې کېدو لپاره په بېړنۍ توګه خوراکي مرستو ته اړتیا لري او دوه درېیمه برخه افغانان د تغذیې له ناوړه حالت سره مخ دي.»

په داسې حال کې چې اسلامي امارت د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو په اډانه کې د ښځینه کارکوونکو کار د روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال د فبرورۍ له میاشتې بند کړی، خو د ناروې د کډوالۍ شورا مشر نیل ټورنر یو ځل بیا له سرپرست حکومته په غیردولتي ادارو او مرستندویه بنسټونو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار د بندیزونه د پای رسېدو غوښتنه کوي.

ټورنر زیاتوي:« دې اړمنې برخې ته د  رسېدا لپاره موږ د مرستو یوازې ۲۵ سلنه ترلاسه کړې، له دې وضعیته د راوتو لپاره موږ له واکمنو چارواکو غواړو چې اړمنو کسانو سره د مرستې
رسونې لپاره د لاسرسي اجازه راکړي. چې په دې کې اړمنو ته د ښو چوپړونو د ترسره کولو لپاره له موږ سره، زموږ د ښځینه همکارانو اوږه پر اوږه کارکول هم شامل دي.»

دغه راز نیل ټورنر له مرستندویه ادارو غواړي چې خپلې مرستې دې  له سیاسي موضوعاتو پوره نه تړي او سلیقوي چلن دې نه کوي.

هغه زیاتوي:« له بشري مرسته کوونکو بنسټونو څخه غواړو ترڅو اړمنو افغانانو ته د مرستې رسونې د لړۍ د دوام لپاره خپلې مرستې جاري وساتي. موږ د اقتصادي ثبات او پراختیايي مرستو ته اړتیا  وینو.»

دا په داسې حال کې ده  چې د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږۍ ادارې(اوچا) او ترڅنګ یې د دې سازمان د خوړو نړیوال سازمان په افغانستان کې له بشري ناورین سره د مبارزې لپاره د ۲ میلیاردو ډالرو د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist