که څه هم بهرنیانو او نړیوالو ادارو خپلې مرستې نه دې بندې کړې او تر دې دمه میلیاردونه ډالر بشرې مرستې شوي، خو په افغانستان کې د فقر کچه کې کموالۍ نه دی راغلې بلکې ورځ تر بلې زیاتیږي.
تازه د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) د روان کال د مې میاشتې راپور خپور کړی او ویلي دي د اړمنو افغانانو شمیر له ۲۸.۳ میلیونه څخه ۲۸.۸ ته لوړ شوی دی چې ډېری یې ماشومان دي.
د راپور یوه برخه:« افغانستان کې د اړمنو کسانو شمیر له ۲۸.۳ میلیونه څخه ۲۸.۸ میلیونه ته لوړ شوی دی چې یوازې ۱۵.۲ میلیونه یې ماشومان دي. د دې ترڅنګ ۸۷۵ زره ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي د خوارځواکۍ درملنې ته او ۱۷.۶ میلیونه نور کسان روغتیایي برخه کې مرستو ته اړتیا لري.»
راپور کې ویل شوي چې د ګرمۍ د زیاتیدو له امله ناروغۍ هم زیاتې شوي او دا چې دوی وکولی شي دې برخه کې مبارزې ته دوام ورکړي او د ناروغیو د خطرونو مخه ونیسي پراخو مرستو ته اړتیا لري.
د راپور یوه برخه:« لکه څرنګه چې هوا ورځ تر بلې ګرمیږي نو د اوبو د اسهال پيښې هم زیاتې شوي دي چې ډېری ماشومان یې اغیزمن کړي دي. دې برخې کې بېړنیو مرستو ته اړتیا ده، ترڅو د روغتیا، اوبو او حفظ الصحې برخو کې د خطرونو د زیاتوالي مخه ونیول شي.»
د یونېسف په راپور کې وړاندې ویل شوي چې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره ۲۰۲۳ کال کې له یو نیم میلیارد ډالرو زیاتو مرستو ته اړتیا لري خو تر دې دمه یې یوازې ۶.۱۱ سلنه مرستې تر لاسه کړې دي.
د راپور یوه برخه:« دا چې یونېسف وکولی شي خپلو مرستو ته دوام ورکړي نو ۲۰۲۳ کال کې یو میلیارد او ۶۵۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې د دې مرستو یوازې ۶.۱۱ سلنه یې تر دې دمه تر لاسه شوې دي.»
یونېسف داسې مهال دا راپور خپور کړی چې تازه یې ویلي د جاپان حکومت ورسره ۱۰ میلیونه ډالر مرسته کړې چې د شااوخوا ۷۱ زرو افغانانو ته د زده کړو برابرولو لپاره به یې ولګوي.
یونېسف ویلي، اوس مهال د لومړنیو ښونځیو له زده کوونکو ۶۰ سلنه نجونې او ۴۶ سلنه هلکان له زده کړو بې برخې دي.
باور دا دی چې بشري مرستې دایمي ستونزي نه شي حل کولی او باید د کاري فرصتونو د برابرولو لپاره په سترو پروژو کار وشي.