Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا بهرنیو چارو وزات: له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو پرېکړې مخکېني افغان حکومت ته سختې او جدي پایلې لرلې

د امریکا بهرنیو چارو وزات: له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو پرېکړې مخکېني افغان حکومت ته سختې او جدي پایلې لرلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/07/02

له اوږده ځنډ وروسته د امریکا  بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د دې هېواد د ځواکونو اېستلو په تړاو یو ځل بیا راپور خپور کړی دی چې په کې پرمخکېني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او اوسني ولسمشر جو بایډن دواړو سختې نیوکې شوي دي.

راپور چې د امریکا د بهرنیو چار وزارت د ۱۵۰ اوسنیو او پخوانیو کارماندانو سره د مرکو په لړ کې چمتوو شوی، په کې ویل شوي چې د ټرمپ او بایډن پرېکړو مخکيني افغان حکومت او امنیت ته جدي او سختې پایلې لرلې.

د راپور یوه برخه:« افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت د پای ته رسولو په اړه د دواړو ولسمشرانو ډونالډ ټرمپ او جو بایډن پرېکړو د مخکيني افغان حکومت او د افغانستان امنیت لپاره جدي پایلې لرلې.»

په راپور کې ويل شوي، که څه هم بهرنيو چارو وزارت د ولسمشرانو پریکړې نه دي ارزولې، خو دا یې موندلي چې د هېڅ یوه اداره دې ته نه وه چمتوو چې څه پښیږي؟

د راپور یوه برخه:« که څه هم هغه پرېکړې د دې بیاکتنې برخه نه دي. خو له عمل وروسته د بیاکتنې ډلې وموندله چې د دواړو ادارو پر مهال پر لوړه کچه د تر ټولو بدو سناریوګانو او په ډېرې چټکۍ د هغو د پېښېدو په اړه چمتووالی نه ‌وه.»

ورته مهال دغه راپور کې راغلي چې په دوحې کې د امريکا او د افغانستان اوسني حکومت ترمنځ د تړون له لاسلیک سره هم مهاله افغانانو ته د وېزو ویش برخه کې خنډونه موجود وو.

راپور کې ویل شوي چې امریکایي چارواکو دې ته هیڅ پلان نه درلود، چې څومره افغانان بهر وباسي او دا پروسه به څومره وخت نیسي؟

د راپور یوه برخه:« هغه مهال  کله چې د ټرمپ ادارې د ۲۰۲۰ کال فبرورۍ میاشت کې له طالبانو سره تړون لاسلیک کړ، د افغانانو لپاره د کډوالۍ ځانګړو ویزو پروسه کې د پام وړ ستونزو شتون درلود. په هېڅ لوړه کچه پر دې غور نه و شوی، چې څومره افغانان له ګواښ سره مخ دي؟ چا ته اولویت ورکړي؟ او اېستل یې څومره وخت نیسي؟ چې د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونه یې له سختونو ننګونو سره مخ کړل.»

د امریکا بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي د ټرمپ لخوا له افغانستانه د خپلو ځواکونو پریکړې د بایډن اداره له داسې پوښتنو سره بې ځوابه پریښوده چې امریکا څنګه د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشت پورې په بشپړه توګه ځواکونه وباسي، امریکا څنګه کولی شي له وتلو وروسته په کابل کې ډیپلوماتیک شتون ولري او له خطر سره مخ افغانانو سره څنګه مرسته وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist