Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سیګار: افغانستان لا هم  نړۍ کې د مخدره توکو ستر تولېدونکی هېواد دی

اسلامي امارت د امنيتي ننګونو په اړه د سیګار راپور رد کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/19

 د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره (سیګار) په خپل وروستي راپور کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده

په دې راپور کې راغلي چې  په افغانستان کې د پاکستان تحریک طالبان، د مقاومت ملي جبهې په نوم ډلې او القاعدې په فعالیت سره د منځنۍ او سوېلي اسیا هېوادونه له ګواښ سره مخ دي.

د راپور یوه برخه:« طالبان د داعش او د حکومت ضد نورو ډلو په ځانګړې توګه په پنجشیر کې د فعالې مقاومت ملي جبهې له لوري، چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو له راتګ سره په پنجشیر کې منسجمه شوې له زیاتېدونکو ننګونو سره مخ کړي. افغانستان اوس هم د تحریک طالبان پاکستان او القاعده ډلې په لرلو سره د منځنۍ او سوېلي اسیا هېوادونو لپاره د یوه ګواښ په توګه مطرح دی.»


خو اسلامي امارت د سیګار دغه راپور ردوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د افغانستان له خاورې هېڅ کوم هېواد ته ګواښ نشته او په  خبره يې یاده اداره ځینو ترهګرو کړیو ته په کمپاین کولو بوخته ده، چې ګاونډیو هېوادونو ته اندېښنې جوړوي.


مجاهد زیاته کړې:« موږ د سیګار دغه راپور او پروپاګند په کلکه ردوو. اسلامي امارت به هېڅ کومې ډلې ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي. له اوسني امنیت او ثبات سره امریکا بیا څه ستونزه لري چې دا ډول اندېښنې خپروي، پروپاګند کوي یا د داعش په څېر شومو پدیدو ته په کمپاین بوخته ده او یا هم ګاونډیو هېوادونو ته تشویشونه زیاتوي؟»


 د سیاسي چارو تحلیل کوونکي بیا وايي، بې شواهدو نیوکې واقعیت نه لري، خو اسلامي امارت ته په کار ده چې په خپله پالیسۍ کې اړین بدلون راولي تر څو نړیوال له افغانستان سره تعامل ته زړه ښه کړي.


د سګار دا راپور داسې مهال خپرېږي چې له دې وړاندې ځينو پخوانيو امریکایي چارواکو هم په افغانستان کې القاعده د انسجام په حال کې بللې، خو اسلامي امارت دغه ډول بې اساسه څرګندونې په ځلونو رد کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist