د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د سوداګرۍ او پانګونې خونې له غړو سره په کتنه کې په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې برخه کې پر شته فرصتونو خبرې کړي دي.

کتنه کې عبدالسلام حنفي له بهر مېشتو افغان سوداګرو او پانګه والو غوښتي دي چې هېواد ته راستانه شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوي په دې وروستیو کې د اعلان شوي مالیاتي معافیت هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د سوداګرو او پانګه والو د ځاني او مالي امنیت د تامین، په ګمرکونو کې د روڼتیا، د وارداتي توکو د کیفیت د تشخیص لپاره د لابراتوارونو برابرول او د اداري فساد له منځه وړل په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر کړي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر یونس مومند د ترانسپورټي مسایلو او د سوداګریزو توکو د لېږد او د بې کیفیته توکو د تشخیص او ارزونې په موخه د لابراتوارونو جوړولو په برخه کې د پاملرنې غوښتنه کړې.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، اسلامي امارت د سوداګرو او پانګه والو پر وړاندې د خنډونو د لمنځه وړلو او دوی ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه په ټول توان هڅې کوي.

عبدالسلام حنفي له هغو افغان سوداګرو او پانګه والو چې له هېواده بهر ژوند کوي وغوښتل چې بېرته هېواد ته راستانه او په خپلې پانګونې او سوداګرۍ سره د افغانستان په پرمختګ او پراختیا کې ونډه واخلي.
/*! elementor - v3.11.5 - 14-03-2023 */ .elementor-heading-title{padding:0;margin:0;line-height:1}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title[class*=elementor-size-]>a{color:inherit;font-size:inherit;line-height:inherit}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-small{font-size:15px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-medium{font-size:19px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-large{font-size:29px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xl{font-size:39px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xxl{font-size:59px}
شریک یې کړئ