Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نړۍ کې د کډوالو شمیر د ریکارډ کچې ته لوړی شوی

نړۍ کې د کډوالو شمیر د ریکارډ کچې ته لوړی شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/15

که څه هم کډوال بهر هېوادونو ته د تلو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ کیږي، خو بیا هم ډېری کسان د هر ډول خطرونه په منلو سره هڅه کوي، د ښه ژوند په لټه نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سترې کمېشنرۍ په یوه راپور کې ویلي،په نړيواله کچه په زور د بې ځایه شویو کډوالو شمېر د ریکارډ تر کچې لوړی شوی او دا شمېر په اوس کې له ۱۱۰ میلیونو کسانو هم اوښتی دی.


د راپور یوه برخه:« د ۲۰۲۲ زېږدیز کال تر وروستیو پورې ۱۰۸.۴ میلیونه کسان په نړیواله کچه په زور بې ځایه شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سترې کمېشنرۍ د وړاندوينې له مخې، دغه شمېر د ۲۰۲۳ کال مې میاشت کې له ۱۱۰ میلیونو کسانو هم اوښتی دی.»

راپور کې  جګړه، تاوترخوالی، د بشري حقونو نقض او نورو ورته د کډوالو د زياتوالي اصلي لاملونه ياد کړي او ویلي يې دي، دامهال په هرو ۷۴ تنو کې یو هغه یې ګډوال او هم بې ځایه شوی دی.


د راپور یوه برخه:« جګړو، تاوترخوالي، د بشري حقونو نقض او نورو ورته لاملونو میلیونونه کسان د خپل هېواد پرېښودو ته اړ کړي دي.  ۲۰۲۲ کال کې د ۲۰۲۱ کال په پرتله د کډوالو په شمېر کې ۲۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی، چې اوس د ځمکې پر مخ د هرو ۷۴ کسانو څخه یو هغه یې کډوال دی.»


د کډوالو سترې کمېشنرۍ په راپور کې سوریه لومړنی، اوکراین دویم او افغانستان درېیم هېواد یاد کړي دي، چې ډېر خلک ترې کډوال شوي دي.


دغه راز په راپور کې راغلي، چې یوازې همدا یاد هېوادونه د نړۍ ۵۲ سلنه کډوال جوړوي.

د راپور یوه برخه:« په ټولیز ډول د ټولو کډوالو او نورو هغو خلکو له ډلې چې نړیوال خونديتوب ته اړتیا لري ۵۲ سلنه یې یوازې درېیو هېوادونو دي. له دې ډلې ۶.۵ میلیونه يې له سوریې، ۵.۷ میلیونه له اوکراین او ۵.۷ میلیونه نور بیا له افغانستانه دي.»


د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سترې کمشنرۍ دغه راپور داسې مهال خپروي، چې افغان کډوال په بهر کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.


په دې ستونزو او خطرونو کې د افغان کډوالو وهل ډبول، نیول کېدل او آن وژل هم شامل دي. په دې ترڅ کې تازه بریتانیا افغان کډوالو ته تر راتلونکي اګېست میاشتې پورې وخت ورکړی دی، ترڅو له هغو هوټلونو ووځي، چې دامهال په کې مېشت دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist