د پاکستان کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ویلي:« د افغان حکومت دریځ دا دی چې وایي له ټي.ټي.پي ملاتړ نه کوو، خو له هغوی نه مو ګیله دا ده چې دغه ډله له افغان خاورې په استفادې دلته پاکستان کې ترهګریز فعالیتونه کوي او زموږ امنیت ګواښي. دوی شااوخوا دوه میاشتې وړاندې موږ ته دا وویل چې غواړي هلته مېشت کډوال له هغه ځایه نورو ځایونو ته ولېږدوي چې له سیمې لرې او لاسرسی یې رالنډ شي. افغان حکومت له ټي.ټي.پي د ملاتړ په برخه کې ښایي تورن نه شو کړی، خو دا په یقین ویلی شو، سره له دې چې افغان حکومت غواړي دغه ډله کنټرول کړي خو په کابو کولو کې کمزوري دي.»
د سیاسي چارو شنونکي ټینګار لري چې افغان حکومت دې په پرېکړو کې له دقت کار واخلي او داسې عجولانه تصامیم دې نه نیسي چې د وسله والو ډلو د شتون په اړه د ګاونډي هېواد ادعاوې په اثبات ورسوي.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي:« که چېرې طالبان دا کار وکړي، زه فکر کوم چې دا به دویمه عرضیه چې پر ځان یې کوي. لومړی دا چې دوی ( طالبانو) وغوښتل چې د ټي.ټي.پي او پاکستان حکومت ترمنځ منځګړیتوب وکړي. له دې سره دا په ډاګه شوه، چې وګورئ اسلامي امارت پر ټي.ټي.پي نفوذ لري. اوس دا خبره کوي چې دا کډوال دلته مېشت دي، مانا دا چې له دې سیمې یې لرې کړئ او پاکستان د همدوی له خوا ګواښل کېږي.»
ځینې نور بیا وايي، په خوست ولایت کې له کلونو راهیسې پراته وزیرستاني کډوال عام افغانان دي چې اسلامي امارت یې د کډوالۍ د نړیوالو اصولو په رڼا کې د ملاتړ مکلفیت لري.
په وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د وژلو او ځورلو له وېرې په ۲۰۱۷ز کال کې څه باندې اته زره وزیرستاني کډوال افغانستان ته راکډه شول چې تر دې دمه د افغانستان په خوست ولایت کې ژوند کوي. پاکستاني چارواکو پر دغه ملکي کسانو تل د ترهګرو تور پورې کړی او بیا- بیا یې له افغان حکومته د دې کډوالو د ځپلو غوښتنې کړي.
هڅه مو وکړه، چې په دې تړاو د اسلامي امارت نظر هم ولرو، خو نظر یې راسره شریک نه کړ.