• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بدخشان نبوي جومات کې چاودنې په کوردننه او بهر توند غبرګونونه راپارولي

د بدخشان نبوي جومات کې چاودنې په کوردننه او بهر توند غبرګونونه راپارولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/10

د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې د دې ولايت د مرستيال والي مولوي نثار احمد احمدي په جنازې د وړمې ورځې بريد په کوردننه او نړيواله کچه غندل شوی دی.


د رياست الوزرا سياسی مرستيال او کفيل مولوي عبدالکبیر پر جاموتونو او مذهبې ځايونو بريدونه له اسلامي احکامو او مقدساتو سره ښکاره دښمنې بللې او امنيتې ځواکونو ته یې سپارښتنه کړې، چې د پیښې عاملين پیدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

عبدالکبیر زیاته کړې:« د افغانستان او اسلام تور زړو دښمنانو نن د بدخشان د فیض اباد په نبوي جومات کې، چې د مولوي نثار احمد احمدي د فاتحې مراسم په کې روان وو، چاودنه وکړه چې له امله یې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپيان شول. پر جوماتونو او مذهبي مراسمو بریدونه د دښمن د کمزورۍ او له اسلامي احکامو او مقدساتو سره ښکاره دښمني ښيي چې په هېڅ صورت توجيه کېدای نه شي. زه دا برید په کلکو ټکو غندم او امنیتي ځواکونو ته هدایت ورکوم چې د پېښې عاملین پیدا او د شریعت منګولو ته وسپاري.»


 د اسلامي امارات وياند ذبیح الله مجاهد هم دغه بريد ته غبرګون ښودلی او دا کړنه يې د اسلام د ښمنانو کار ياد کړی دی.

مجاهد زیاته کړې:« د بدخشان په فیض اباد ښار په مسجد کې چاودنه چې له امله یې ۱۱ تنه هېوادوال شهیدان او ۳۰ تنه ټپيان شول په کلکه غندو. داسې کړنې د اسلام د دښمنانو کار دی. د پيښې شهیدانو ته جنت الفردوس او ټپیانو ته شفاء غواړو او مصیبت ځپلو کورنیو ته د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوو. د هېواد امنیتي ځواکونو ته دنده سپارل شوې چې لکه د تیرو جنایتونو په څېر د دغه جنایت عاملین هم پیدا او د خپل شوم عمل په سزا ورسوي.»


پخواني ولسمشر حامد کرزي اود مخکېني حکومت د ملي روغې جوړې سترې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د فيض اباد بريد ته په غبرګون کې ليکلي، چې دا چاره يو تروريستې او د اسلامي موازينو خلاف عمل دی.

 د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي:« د بدخشان مرکز فیض اباد ښار له نبوي مسجد سره نږدې د نن ورځې چاودنه، چې له امله یې گڼ شمېر هېوادول شهیدان او ټپیان شوي، په کلکو ټکو غندم. دغه پیښه یو تروریستي او د ټولو انساني او اسلامي موازینو خلاف عمل بولم.»


د مخکېني حکومت د ملي روغې جوړې سترې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي:« په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم، چې د بدخشان په نبوي مسجد کې د چاودنې له امله یو شمېر هېوادوال شهیدان او ځينې نور ټپیان شول. په مساجدو او مذهبي مقدساتو بریدونه د اسلام له احکامو او انساني اصولو سره په ټکر کې عمل دی، چې هېڅ ډول توجیه نه لري.»


په نړيواله کچه هم دې بريد ته توند غبرګونونه ښودل شوي.

 د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموريت (يوناما) او د افغانستان لپاره  د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د بريد د غندنې تر څنګ ويلي، چې پر جوماتونو او ملکي وګړو ورته بريدونه د بشر ضد ستر او نه توجيه کېدونکی جنايت دی.

افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وايي:« د بدخشان ولایت په یوه جومات کې د وحشتناک ترهګریز برید له امله ګڼ شمېر ملکي افغانان مړه او ټپیان شوي. متحده ایالتونه د عبادت سپیڅلي ځای کې دغه ناوړه جنایت په کلکه غندي.»


یوناما وايي:« د افغانستان په شمال ختيځ فيض اباد په يوه جومات کې د بريد له کبله د ملکي وګړو د وژل کيدو او ټپې کيدو راپورونه زيات خواشينونکې دي. يوناما دا او د وحشتناکو او بې توپیره بريدونو وروستۍ لړۍ په صراحت سره غندي، چې د ملکي خلکو ژوند ته بشپړه ناپامي ښي.»


د افغانستان لپاره د اروپايي تولنې د استازي مرستيالې رافيلا لوډیس هم پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، چې دا ډول بريدونه د کرکې زياتوالي او د انساني کړاوونو د رامنځته کيدو لامل کيږي چې بايد مخنوی یې وشي.

هغې زیاته کړې:« د فيض اباد ښار په یوه جومات کې د تیرې ورځې چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. دا ډول تاوتریخوالی د انسانانو لویو کړاوونو لامل کیږي او کرکه زیاتوي. هغو کورنیو ته چې خپلوان يې په کې له لاسه ورکړي د زړه له کومې تسلیت وړاندی کوم.»


کابل کې د ایران سفارت هم  بريد ته توند غبرګون ښودلی او دا چاره يې ترهګریزه او له اسلامي اصولو او لارښوونو لرې بللې.

یاد سفارت زیاته کړې:« د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد په نبوي جومات کې د فاتحې پر مراسمو باندې ترهګریز برید په سختو ټکو غندو. پر عامو خلکو او بې ګناه افغانانو په تېره بیا پر مذهبي ځایونو ترهګریز او ړانده بریدونه د اسلام له لارښوونو سره هېڅ تړاو نه لري او د غندلو وړ دي.»


وړمه ورځ د بدخشان مرکز  فیض اباد ښار په نبوي جومات کې هغه مهال چاودنه وشوه چې د دې ولايت د مرستيال والي مولوي نثار احمد احمدي د فاتحې مراسمو ته د عامو خلکو ترڅنګ د اسلامي امارت لوړ پوړي چارواکي هم ورغلي وو.


د اسلامي امارات وياند ذبیح الله مجاهد په دې پیښه کې د ۱۱ تنو مړه کيدل او د ۳۰ تنو ټپیان کيدل تائید کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist