Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بهرني سیلانيان له نړۍ د افغانستان په اړه د مثبت فکر کولو غوښتنه کوي

بهرني سیلانيان له نړۍ د افغانستان په اړه د مثبت فکر کولو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/10

له ایټالیا راغليو یوه ډله سیلانیانو د تېرې يوې اوونۍ په موده کې يې له کابل، غور، هرات او باميانو ولايتونو لېدنه کړې.

دوی وايي، افغانستان ته له راتګ وړاندې يې د دې هېواد په اړه په انټرنیټ کې جالب تاريخي او فرهنګي مالومات لوستي او له همدې کبله هڅېدلي چې افغانستان ته د تاريخي او فرهنګي واقعيتونو د لېدنې په موخه سياحتي سفر وکړي.

یو تن سیلاني لوکا وايي:« د افغانستان په اړه مې مالومات له انټرنیټ اخېستي دې او په اړه مې يې څېړنه هم کړې. د افغانستان تاريخ او جغرافيه مې څه نا څه لوستې. زما ملګري هم د افغانستان په اړه مالومات لري، ځکه يې د لېدو لپاره لېوال يو.»

دغه بهرني سېلانيان وايي، په بهر کې د افغانستان په اړه ناسم ذهنيت حاکم دی، خو پر وینا یې د تېرې يوې اوونۍ د سفر په ترڅ کې يې د افغاني ټولنې مثبت واقعيتونه په خپلو سترګو ليدلي دي.

یو تن سیلاني لوکا وايي:« ځيني ایټالويان لېواله دي چې افغانستان ته راشي. دا زما لومړنی سفر نه دی، دويم ځل مې دی چې افغانستان ته راځم. ځيني خلک غواړي، چې په افغانستان کې د واقعيتونو په اړه وپوهېږي.»

الېکساندر کاولتروک روسي‌الاصله ایټالوی دی او افغانستان ته يې له راتګ وړاندې د خلکو د چلن په اړه وېره لرله.

خو کاولتروک اوس وايي، د افغانستان د خلکو عاطفه او مينه‌ناک چلن ژور درک کولی شي.

هغه زیاته کړه:« ما د افغانانو د مېلمه‌پالنې په اړه هم اورېدلي ول. ډېر خوښ يم،چې له څو ورځو راهيسي مې دا هر څه په خپلو سترګو ولېدل.»

ګرځندوی که څه هم د حکومتونو لپاره د عايداتي سرچينو يوه ده، خو ترڅنګ يې د ملتونو نږدېوالی، فرهنګي پوهاوی او متقابل درک هم زياتوي.

له ایټاليا راغلي دا سېلانيان هېله ‌من دي، چې افغانستان ته د بهرنيو ګرځندویانو راتګ به نړۍ ته افغان ملت نور ور نږدې کړي.

سیلانۍ راضیه وايي:« هېله لرم، چې ورته سفرونه ملتونه سره نږدې کړي. ایټاليا ته د بېرته ګرځېدو په صورت کې به خلک وهڅوم، چې د سیل کول لپاره افغانستان ته ولاړ شي. دا یو پلان شوی سفر دی او موږ په کې انځورونه او وېډيوګانې اخېستي دي. په خپل اصلي هېواد ترکيې کې به هم خلک وهڅوم، ځکه موږ شريک دين او کلتور لرو. زه دلته داسې احساسوم، لکه خپل کور کې چې وم، ځکه ډېر رواجونه را ته اشنا دي.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت که څه هم کره شمېر نه دی ښودلی، خو څه موده وړاندې يې ويلي ول، چې افغانستان ته د بهرنيو سېلانيانو راتګ زيات شوی.

خلک غوښتنه کوي، چې حکومت دې بهرنيو سیلانيانو ته د افغانستان فرهنګي او تاريخي حقيقتونو په تړاو پوره مالومات ورکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist