Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نړیوال بانک: خراب اقتصادي وضعیت او دوامداره بحرانونو د افغانستان اقتصادي وده کمزورې کړې

نړیوال بانک: خراب اقتصادي وضعیت او دوامداره بحرانونو د افغانستان اقتصادي وده کمزورې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/08

نړیوال بانک په یوه راپور کې د نړۍ اقتصادي وضعیت ته کتنه کړې او د افغانستان په ګډون یې د سوېلي اسیا هېوادونو اقتصاد مخ پر ځوړ بللی دی.

په راپور کې ویل شوي، چې د سویلي اسیا هېوادونو اقتصادي وده به په ۲۰۲۳ کال کې ۵.۹ سلنه او په ۲۰۲۴ کال کې ۵.۱ سلنه را ټيټه شي.


په راپور کې رغلي،چې د افغانستان په ګډون د سوېلي اسيا هېوادونو اقتصاد اغیزمن شوی او د بحرانونو د دوام له امله د دوی  او په ځانګړي ډول د افغانستان، پاکستان او سریلانکا اقتصادي وده کمزورې شوې.

د راپور یوه برخه وايي:« په افغانستان کې بې وزلي زیاته شوې ده، چې نږدې د نفوس ۹۲ سلنه وکړي د کمو عوایدو له امله کافي خواړه نه لري. په سیمه کې د ځینو هېوادونو اقتصاد اغیزمن شوی او سختو بحرانونو په دوامداره توګه د دوی او په ځانګړي ډول د افغانستان، پاکستان او سریلانکا وده کمزورې کړې.»


له دې وړاندې دې بانک ګڼو راپورونو کې منلې، چې د افغانستان سرپرست حکومت عواید په ښه ډول ټول کړي، د مامورینو معاشونه یې پر وخت ورکړي او له همدې کبله د توکو بيې هم ټيټې شوي دي.


د نړیوال په راپور کې وړاندې ویل شوي،چې  د نړیوالو مرستو له امله د افغانستان اقتصادي وضعیت باثباته شوی او هېله یې ښودلې ده، چې تر راتلونکو دوو کلونو به نور هم مثبت لور ته ولاړ شي.

د راپور یوه برخه وايي:« په افغانستان کې د ۲۰۲۲ جولای د میاشتې پرتله د ۲۰۲۳ کال مارچ میاشت کې د توکو بیه له دوو برابره ۱.۹ ته راټیټه شوې. دا چې په دغه هېواد کې د مرستو د دوام له امله اقتصادي وضعیت باثباته پاتې شوی دی، نو داسې تمه کیږي، چې راتلونکو دوو کلونو کې به نور هم مثبت بدلون ومومي.»


نړیوال بانک د افغانستان د اوسني اقتصادي ثبات اصلي لامل د نړیوالو مرستو دوام بولي، خو د سیاسي چارو شنونکي بيا دا باثباتي لنډمهاله بولي.

دوی په دې باور دي،چې د افغانستان اقتصاد دایمي ثبات په موخه بايد د لويو پروژو پر تطبيق، کانو کېندنو او د انرژۍ توليد په برخو کې پانګونه وشي.


بل خوا اسلامي امارت هم مني،ؤ چې ځینې اقتصادي ستونزې شته دي، خو ډاډ ورکوي، چې د سترو پرژو د عملي کولو لپاره یې کارونه پیل کړي او هڅه کوي، دې ستونزو  ته د حل لارې پیدا کړي.

نړیوال بانک د افغانستان پر اقتصادي ودې داسې مهال اندېښنه ښودلې ده، چې دې وروستیو کې پر ښځینه کارکونکو د کار بندیز له امله نړیوالو له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist