Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: د افغانستان وضعیت په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو اندیښنې بې ځایه دي

شنونکي: هغه هېوادونه چې پر ټولګډونه حکومت ټینګار لري افغانستان کې  خپلې ګټې لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/08

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف یو ځل بیا افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدو غوښتنه کړې .

لاوروف ویلي، د افغانستان ثبات لپاره د ټولو افغاني قومونو او سمتونو جوړ حکومت ته اړتیا ده، چې په کابل کې رامنځ ته شي .

د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، د روسیې په ګډون د سیمې او نړۍ ګڼ هېوادونه په دې هڅه کې دي،چې هغه مهرې او عناصر چې په افغانستان کې د دوی ګټو ته ژمن دي، د ټولګډونه حکومت په نوم یې د افغانستان نظام ته داخلې کړي او خپلې ګټې پرې خوندي وساتي.

دوی وايي، افغانان هم ټولګډونه حکومت غواړي، خو داسې حکومت چې له مسلکي پلوه ټولګډونه وي نه له سمتي او قومي لحاظه.

د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم واي:« نه یوازې روسیه بلکې ایران ، پاکستان ، ازبکستان چین او ټول ګاونډي هېوادونه پر ټولګډونه حکومت ټېنګار لري او هېله یې هم داده، چې خپلې مهرې په افغان نظام کې ځای پرځای کړي، لکه ایران چې د حقابې مسله لري. همداسې ډېری هېوادونه خپلې ګټې په افغانستان کې لري، خو دخلکو له نظره ټولګډونه حکومت هغه دی،چې باید متحصص او مسلکي کسان په داخل د حکومت کې ځای پرځای شي.»


د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي:« ملي حکومت جوړول دا د افغانانو داخلي کار دی، ایران ، مسکو او پاکستان هر هېواد چې وي د ټولګډونه جوړېدو غوښتنې ځکه وي، چې  دوي غواړي خپل عناصر په نظام کې غوره کړي.»


د سیمې هېوادونو له لوري افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړولو غوښتنې داسې مهال کېږي، چې اسلامي امارت وايي سرپرست حکومت ټولګډونه دی او داسې ټولګډونه حکومت افغان ولس او اسلامي امارت ته د منلو نه دی، چې چارواکي یې د هېوادونو په خوښه ټاکل کیږي.


 د سیاسي چارو شنونکي وايي، دغو هېوادونو په تیرو څلورو لسیزو کې پر افغان ولس خپلې نیابتي جګړې تحمیل کړي او اوس غواړي، چې یوځل بیا افغانان د خپلو سیاسي ګټو قرباني کړي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:«ما ستا په کورنیو چارو کې مداخله کړې، چې ته اوس ماته د ټولګډونه حکومت وړاندیزونه کوې، هم دې ووژلو هم دې هېواد راته وران کړ،  اوس غواړې چې افغان ولس د خپلو سیاسي ګټو قرباني کړې. طالبان باید دغو هېوادونو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.»


د ټولګډونه حکومت له جوړښت تعبیرونه مختلف دي.

د شنونکو په باور بهرنیان د خپلو ګټو لپاره پرې ټینګار لري ، افغان ولس بیا داسې ټولګډونه حکومت غواړي، چې په ګو مارنو کې یې مسلکي توب ته پام وشي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس ځاځی وايي:« ټولګډونه درېیو ځایو کې مطرح کیږي نړیوال هڅه کوي، چې د حکومت جوړښت یې نماینده ګان وټاکل شوي، چې ګټې خوندي وي خو ملت بیا وايي دامهمه نه ده، چې د کوم قوم کسان دې وي خو متخصص او مسلکي کسان دې و ګومارل شي،ؤچې د هر سمت وي خو حاکم نظام بیا وايي زموږ حکومت ټولګډونه دی.»


ارګ بیا په دې تړاو خپل وروستي دریځ کې ویلي، د افغانستان حکومت پراخ بنسټه دی او که څوک غواړي، هغه کسان چې په تیرو ۲۰ کلونو کې یې امتحان ورکړی او اوس له هېواده وتلي دي، بېرته حکومت ته راولي ناممکنه ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ
افغانستان

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026

وروستي خبرونه

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist