Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 وېسټ: د افغانستان ستونزې حل لپاره باید د افغانانو ترمنځ خبرې وشي

وېسټ د افغانستان په تړاو متحده عرب اماراتو او انګلستان ته سفر پیل کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/07

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ له یوه اوږد ځنډ وروسته یو ځل بیا د افغانستان په تړاو د خپلو سفرونو لړۍ پیل کړې ده.

وېسټ دا ځل سفر له انګلستان پیل کړی دی، چې متحده عرب اماراتو ته به هم سفر ولري او په دې لړ کې به د امریکا متحدنیو سره د افغانستان په تړاو بحثونه وکړي.

وېسټ ویلي، د دې سفر بحثونه به یې تر ډېره د افغانستان په تړاو له خپلو همکارانو سره په ګډو ګټو وي.

هغه زیاته کړې:« زه به روانه اوونۍ د جون له پنځمې تر نهمې له انګلستان او متحده عرب اماراتو لیدنه وکړم او هلته به له خپلو همکارانو سره د افغانستان په تړاو پر ګډو ګټو بحث ولرو.»


که څه هم د وېسټ د دې سفر ټول جزئیات په واک کې نشته، خو تحلیل کوونکي په دې باور دي، چې امریکا اوس له کابل سره د مستقیمو مذاکراتو د پیل لپاره له خپلو متحدینو سره سلا مشورې کوي.

دوی وايي، امریکا له خپلو متحدینو سره له مشورو وروسته به د افغانستان له سرپرست حکومت سره مستقیم مذاکرات پیل کړي،خو ترهغې چې د نړیوالې ټولنې غوښتنې په پام کې ونه نیول شي او افغان لوری په خپلو سیاستونو کې بدلون رانه ولي، د وېسټ سفرونه د افغانستان لپاره ګټور نه شي تمامېدلی.


د سیاسي چارو تحلیل کوونکی حبیب الرحمان شمال وايي:« که څه هم د توماس وېسټ د سفر په تړاو چې انګلستان او متحده عرب اماراتو ته یې پیل کړی، جزئیات نشته دی، خو هېله مندي شته چې د نړیوالې ټولنې او امریکايي چارواکي له مشورو وروسته د طالبانو له اوسني سرپرست حکومت سره مستقیم مذاکرات پیل کړي ، خو ترهغې چې د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته توجه ونه شي او د اوسني حکومت په سیاستونو کې بدلون رانه شي، دا سفرونه یوازې د امریکا او د نورو هېوادونو منافع لپاره دي او د افغانستان ستونزې سره مرسته نه شي کولی.»


په ورته وخت د افغانستان سرپرست حکومت بیا د رسمي سیاسي اړیکو ټینګښت د ټولو پر ګټه بولي او اړتیا یې ګڼي خو ټینګار لري، چې اړیکې باید په متقابل درناوي ولاړي وي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي، له افغانستان سره اړیکو ته نړۍ او له نړۍ سره  رسمي اړیکو ټینګښت ته افغانستان اړتیا لري، خو باید په کې د افغانستان ملي ګټې او اسلامي ارزښتونه خوندي وي.

کریمي زیاتوي:« د ډیپلوماتیکو اړیکو موضوع د ټولو لوریو پر ګټه ده،څومره چې افغانستان اړتیا لري، چې له نړۍ ډیپلوماتیک روابط ولري، د نړۍ، سیمې او ګاوندي هېوادونه هم په هماغه اندازه ګټه لري چې څومره یې افغانستان لري. اسلامي امارت له ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو طرفدار دی،خو باید پرمتقابل درناوي ولاړې وي او  د افغانستان لوړې ګټې او  اسلامي ارزښتونه په کې خوندي وي.» 


توماس وېسټ به په خپلو تیرو سفرونه کې چې د افغانستان په تړاو یې درلودل، په بهر کې له میشتو  پخوانیو افغان سیاسیونو ، مدني او بشري حقونو فعالانو او همداراز د ښځو حقوقو له مدافیعینو سره کتل، خو دا ځل یې د سفر په اجنډا کې له افغانانو سره لېدنې شاملې نه دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist