د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د تاجکستان پلازمېنه دوشبنې کې له خپل تاجکستاني سیال سره د ګډ خبري کنفرانس پر مهال وویل، دوی په افغانستان کې په سیاسي او قومي لحاظ د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو او له افغانستانه د تروریزم، غیرقانوني کډوالۍ او مخدره موادو د قاچاق د خطر پر وړاندې د مبارزې غوښتنه لري.

دغه راز نوموړي ویلي،د افغانستان د مسلې په تړاو په جلا جلا چوکاټونو کې بېلابېل نړیوال پلانونه لري،چې اوس دوی د افغانستان په تړاو د هوکړو نهایي کولو او پلي کولو په حال کې دي.

د روسیې ټاس خبري آژنس ویلي، لاوروف په تاجکستان کې د روسیې له یوې پوځي اډې د لیدنې پرمهال ویلي چې واشنګټن له نورو وسله والو ډلو ملاتړ کوي او غواړي، چې خپل نظامي تاسیسات بېرته د افغانستان ګاونډیو هېوادوانو ته ولېږدوي.

له دې وړاندې هم روسیې او تاجکستان په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې وه، خو اسلامي امارت بیا تل خپل حکومت ټولګډونه بللی دی.

که څه هم بیا ځلې واک ته د اسلامي امارت د رسېدو دوه کلونه په پوره کېدو دي، خو د روسیې او تاجکستان په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم پر رسمیت نه دی پېژندلی.
/*! elementor - v3.11.5 - 14-03-2023 */ .elementor-heading-title{padding:0;margin:0;line-height:1}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title[class*=elementor-size-]>a{color:inherit;font-size:inherit;line-height:inherit}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-small{font-size:15px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-medium{font-size:19px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-large{font-size:29px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xl{font-size:39px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xxl{font-size:59px}
شریک یې کړئ