Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: د افغانستان وضعیت په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو اندیښنې بې ځایه دي

شنونکي: د افغانستان وضعیت په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو اندیښنې بې ځایه دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/05

دوه ورځې وړاندې د منځنۍ اسیا هېوادونو ولسمشرانو او اروپايي شورا مشر په قرغزستان کې سره راټول شوي ول،چې په دغه ناسته کې د افغانستان د وضعیت په تړاو اندیښنه ښودل شوې او په ګډه خبرپاڼه کې یې راغلي چې په دغه هېواد کې حالت د خرابیدو په حال کې دی.

خو د سیاسي چارو شنونکي بیا  په دې باور دي، چې افغانستان له بل هروخت اوس په ښه حالت کې دی او دغه اندیښنې بې ځایه دي.


دوی وايي، په اوسنیو شرایطو کې له امنیتي او سیاسي پلوه په افغانستان کې کومه ستونزه نشته او سرپرست حکومت باید یوازې په سکتوري برخه کې وړ کسان وګوماري.

د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم وايي:« د سیمې او ګاونډیو هېوادنو تاکید تل په دې وه، چې د افغانستان وضعیت د خرابیدو په حال کې دی، خو زما له نظره  د تیر په پرتله اوس د افغانستان وضعیت ښه دی هم له امنیتي او هم له سیاسي پلوه. یوازې یوه ستونزه ده، چې حکومت باید سکتوري برخې کې متخصص کسان وګوماري.»


ځینې بیا په دې باور دي، چې په افغانستان کې د منځنۍ اسیا هېوادونو اندیښنې اقتصادي او سیاسي بې ثباتۍ په تړاو دي او همدا راز د نشه توکو قاچاق او د ځينو ډلو د بیا رابرسیره کیدو په تړاو هم اندیښنې لري،چې ګني  د دوی په هېوادونو کې به ناامنۍ جوړې کړي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« د منځنۍ اسیا هېوادونو وروستۍ اندیښنه د افغانستان اقتصادي ، سیاسي بې ثباتۍ او په لویه کې له نړۍ سره د نه تعامل په اړه ده.  دغه هېوادونه د مخدره توکو د کر او قاچاق او د هغو ډلو بیا رابرسیره کېدو اندیښنه لري، چې په منځنۍ اسیا هېوادونو کې کیدای شي، جګړو  او ناخوالو ته لارهواره کړي، له دې امله دوی  هڅه کوي، چې  له اسلامي امارت سره تعامل ته لاره هواره کړي،چې له مخې یې په افغانستان کې ثبات رامنځ ته شي، چې له سیمې سره هم مرسته وکړي.»


ځینې بیا دا اندیښنې تازه نه ګڼي او وايي، نړۍ او سیمه هم ورته اندیښنې لري، خو د حل لپاره یې باید افغان لوری د نړیوالو هغه مشروع غوښتنې ومني، چې د افغانستان پر ګټه  دي.

 د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله شمال وايي:« دغه اندیښنې، چې سیاسي او اقتصادي وضعیت په تړاو دي، تازه نه دي بلکې نړیوالې ټولنې ، منځنۍ اسیا هېوادونو او د افغانستان ګاونډیو هېوادونو په ځلونو دا غوښتنې کړې  دي، چې سرپرست حکومت باید د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي،چې هغې کې واقعي ټولګډونه حکومت، د نجونو زده کړې شاملې دي، تر اوسه ورته مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی.»


 د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع بیا وايي، د یادو هېوادونو اندیښنې بې ځایه دي او تیرو دوه کلونو وښوده، چې د افغانستان له خاورې نورو ته ګواښ نه دی شي پیښ شوی.

جامع زیاتوي:« نږدې دوه کاله د اسلامي امارت له واکمنۍ تیریږي، خو تر اوسه نه دي لیدلي شوي، چې د افغانستان له خاورې چاته تهدید شوی وي، خو زموږ ځینې ګاونډیان او د هغوی سیاستونه په افغانستان کې د مدخلې لامل شوي دي، په ځانګړي ډول د پاکستان او تاجکستان ، منځنۍ اسیا ته پکار ده،چې  د افغانستان اوسني اقتدار سره  اقتصادي اړیکې ولري او دوستانه تعامل ته لاړ شي.»


له هغې وروسته، چې اسلامي امارت واک ته رسیدلی  د ی، په سیمه او نړۍ کې د افغانستان په تړاو اندیښنې زیاتې شوي دي، خو اسلامي امارت تل ټولو ته ډاډ ورکړی دی، چې د افغانستان له ادرسه دې نوره اندیښنه نه لري او له اوسني نظام سره دې تعامل ته ورسیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist