Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: نړۍ افغانستان کې خپلې اقتصادي موخې لري

کارپوهان: پر افغان ولس لګېدلي نړیوال بندیزونه بشري جنایت دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/04

شااوخوا دوه کاله کیږي،چې افغانستان له نړیوالو بندیزونو سره مخ دی او دغه سیاسي کړکیچ د ۴۰میلیونه افغانانو اقتصادي وضعیت له ناورین سره مخ کړی دی او له دوام یې اندیښنې زیاتې کړي.


د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د امریکا او نورې نړۍ له لوري پرافغانستان لګیدلي  بندیزونه له افغان ولس سره چې په تیرو څلور نیمو لسیزو کې د دوی د نیابتي جګړو قرباني وو بشري جنایت دی.

د دوی په باور، که نړۍ رېښتیا هم ځان د بشري حقونو مدافع بولي او عدالت ولري، نو باید ژر تر ژره دې پرافغان ولس لګيدلي ټول بندیزونه لرې کړي.

 د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« دغه بندیزونه، چې پرافغانستان باندې یوشمیر نړیوالو مغریزو هېوادونو او په ځانګړي توګه امریکا ، ایران او پاکستان له لوري وضع شوي دي، دا د افغانستان د۴۰ میلیونه خلکو پر وړاندې نه بښونکی بشري جنایت دی. دوی په تیرو ۴۵ کلونو پرمهال په افغانستان کې بشري جنګي جنایتونه ترسره کړي دي. که چیرې په نړۍ کې واقعا د بشر حقونه عدالت او دیموکراسي شتون ولري،  نړیوال هېوادونه باید ژر تر ژره دغو بندیزونو ته د پای ټکی کیږدي.»


ځینې نور بیا وايي،هغه بندیزونه چې نړۍ د افغان حکومت پر وړاندې د فشار په توګه کاروي زیات زیان یې عامو افغانانو ته رسیږي .

 دوی وايي،که دغه بندیزونه دوام وکړي پایلې به یې د ۴۰ میلیونه افغان ولس لپاره خطرناکې وي او اقتصاد بحران به لا پسې پراخ کړي .

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« کوم بندیزونه، چې نړیوال له هغې پر طالبانو د فشار په توګه کار اخلي، د دې ضرر دومره اسلامي امارت ته نه رسیږي، لکه څومره چې د افغانستان ولسونو ته رسیږي، بیکاري فقر ، ولږه او نړۍ سره د راکړې ورکړې نشتون د دې لامل شوی دی، چې په افغانستان کې ستر بشري ناورین رامنځ ته شي،چې له امله یې خلکو بهرنیو هیوادونو ته مخه کړې دی.»


 د سیاسي چارو هاتف مختار بیا وايي، له شک پرته چې د نړۍ بندیزونو افغانستان زیانمن کړی او د افغانانو ژوند یې سخت کړی دی.

د مختار په وینا، که امریکا د افغانسان پر وړاندې خپلې دغې پالیسۍ ته چې نوره نړۍ یې هم له ځان سره همغږې کړې، بدلون ورنه کړي،نو افغانان اړ دي،چې خپلې بقا لپاره د امریکا ضد قطبونو سره اړیکې ټينګې کړي.

هغه زیاته کړې:« کله چې تاسو یو ملت تحریموئ او تر فشار لاندې یې راولئ ‎، له دې سره که ستاسو له یوخوا دغه ملت ته ضرر رسوئ له بل خوا بیا افغانستان مجبور دی،چې په داسې صورت کې که امریکا له تحریمونو لاس وانخلي نو افغانستان به داسې قطب سره ودریږي،چې د افغانستان بقا په کې خوندي وي او دا د افغانستان ملي منافعو حکم دی.»


اسلامي امارت بیا پر افغان ولس د نړیوالو لګول شوي بندیزونه ظلم یاد وي.

له هغې وروسته، چې په افغانستان کې د جمهوریت ځای اسلامي امارت نیولی دی، نړۍ هم له افغانستان مخ اړولی او خپله رسمي راشه درشه یې بنده کړې .


اوس زیاتې هڅې روانې دي،چې یو ځل بیا له نړۍ سره د افغانستان پرې شوې اړیکې ټینګې شي خوتراسه یې  پایله  نه ده وکړې، غوښتنه داده چې دغې موخې ته د رسیدو لپاره دې هم نړۍ او هم افغان لوری انعطاف وښي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist