Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د تاجکستان ولسمشر: اروپايي ټولنه دې له افغانستان سره د منځنۍ اسيا هېوادونو پولو خونديتوب کې مرسته وکړي

د تاجکستان ولسمشر: اروپايي ټولنه دې له افغانستان سره د منځنۍ اسيا هېوادونو پولو خونديتوب کې مرسته وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/04

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان چې وخت ناوخت د افغانستان په اړه مسايل مطرح کوي، تازه يې په افغانستان کې د وسله ‌والو ډلو د موجوديت په تړاو څرګندونې کړي دي.


امام علي رحمان د منځنۍ اسيا هېوادونو سرمشريزې ته چې قرغيزستان کې ترسره شوه ويلي، د افغانستان په شمالي او شمال ختيځو ولايتونو کې د وسله‌والو د روزنې مرکزونه موجود دي، کوم چې د د منځنۍ اسيا هېوادونو په ګډون  نړۍ ته هم ګواښ پېښوي.


علي رحمان منځنۍ اسيا هېوادونو ته د ګواښ مخنيوي په موخه له افغانستان سره د پولو پر پياوړتيا ټينګار کړی او په دې برخه کې يې د اروپايي ټولنې همکاري اړينه بللې ده.

هغه زیاته کړې:« موږ اړینه ګڼو،چې ژر له افغانستان سره د پولې پیاوړتیا لپاره ګامونه پورته کړو. اروپايي ټولنه د پولې په اوږدو کې د پوستو جوړلو او له نشه ‌يي توکو سره د مبارزې پروژو په چوکاټ کې د دې موضوع په اړه همکاري کوي.»


له دې سربېره امام علي رحمان په افغانستان کې يو ځل بيا د ټول‌شمول حکومت پر جوړېدو هم  ټينګار کړی دی.

 د علي رحمان په باور په افغانستان کې د دايمي سولې او ثبات ټينګښت په موخه د ټول‌شموله حکومت رامنځته کول يو اساسي شرط دی.

هغه زیاته کړې:« د يوه ټول‌شموله حکومت جوړول چې د ټولو اقشارو او قومونو ګټې په نظر کې ونيسي، په افغانستان کې د تل ‌پاتې سولې او ثبات لپاره کليدي شرط دی.»


خو د افغانستان د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي د نوموړي هغه څرګندونې، چې د هېواد په شمال کې يې د وسله‌والو ډلو د موجوديت په اړه کړي، بې اساسه بولي او زياتوي چې د ورته ادعاوو د اثبات په موخه له مدعيانو سره هېڅ شواهد نشته.

کریمي د  حکومت بڼه د افغانانو خپلمنځي مسئله بولي او زياتوي،چې ګاونډي هېوادونه دا حق نه لري،چې افغانانو ته د حکومت بڼې او تشکيل په اړه لارښوونې وکړي.


بل خوا د سیاسي چارو شنونکي هم په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو موجوديت په تړاو د ځينو ګاونډيو هېوادونو مشرانو او په ځانګړې توګه د تاجکستان د ولسمشر څرګندونې تبليغ بولي او زياتوي،چې دا ډول څرګندونې د افغانستان په چارو کې د نړيوالو نورمونو خلاف لاسوهنه ده.


د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له دې وړاندې هم د افغانستان په تړاو څو ځله ورته څرګندونې کړي دي، خو د اسلامي امارت له لوري نه دا چې رد شوي دي، بلکې د افغانستان په چارو کې مداخله هم بلل شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist