Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا هېوادونو یو ځل بیا د افغانستان پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې

اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا هېوادونو یو ځل بیا د افغانستان پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/04

د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا هېوادونو د ولسمشرانو په دویمه ناسته کې د افغانستان پر وضعیت خبرې شوي دي.

یادې  ټولنې او  د منځنۍ اسیا هېوادونو د ولسمشرانو  له ناستې وروسته یوه ګډه خبرپاڼه کې د افغانستان پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې او د خرابیدو په حال کې یې بللی دی.

خبرپاڼه کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې اړینې بللې شوي او له دې هېواد سره یې د مرستوپر دوام ټینګار کړی دی.

 د خبرپاڼې یوه برخه:« د ناستې ګډونوالو د افغانستان د خرابیدونکي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د یو باثباته، سوله اییز او سوکاله افغانستان جوړولو لپاره یې پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ. په دې برخه کې دوی د نړیوالو قوانینو او په عمومي توګه د پیژندل شویو نورمونو او اصولو سره سم، د افغانستان له خلکو سره د مرستو په برخه کې د نړیوالې ټولنې هڅې وستایلې او په نړیواله ټولنه یې غږ وکړ،چې د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې ګړندۍ کړي.»

د دې اندېښنو ترڅنګ ګډونوالو یو ځل بیا افغانستانه کې د ټول ګډونه حکومت د جوړیدو او د ټولو افغانانو  او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو ته د درناوي غوښتنه یې کړې ده.

د خبرپاڼې یوه برخه:« دغه ناسته کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړولو او همدارنګه د افغانستان د ټولو اتباعو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو ته د درناوي په اهمیت ټینګار وشو.»

د اسلامي امارت د واک له لومړیو تر اوسه پورې  په ګڼو نړیوالو ناستو کې ورته او تکرارې غوښتنه کیږي، ټولګډونه حکومت،  د ښځو کار او زده کړو پرېکړو کې تغیر هغه موضوعات دي،چې کارپوهان یې په اړه د جدیت غوښتنونکي دي.

اسلامي امارت په کراتو ویلي،چې  حکومت یې ټولګډونه دی،  د ټولو قشرونو حقونو ورکړې ته ژمن دي او نړیوال دې د دوی په کورنیو چارو کې لاسووهنه نه کوي.

د دې ترڅنګ اسلامي امارت غوښتنه کړې، چې بشري مرستې دې نه سیاسي کېږي او د افغانانو اړتیاو ته په کتو باید بشري مرستې جاري وساتل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist