د بشري حقونو نړيوال سازمان د ښځو برخې مسووله هېدر بار وايي، اسلامي امارت په افغانستان کې له واک ته رسېدو سره سم له هېوادونو سره د تعامل او دغه راز د بشري مرستو د ترلاسه کولو په موخه غوښتنې مطرح کړي، خو له دې غوښتنو سره هممهاله يې پر ښځو د محدوديتونو لګولو ته هم دوام ورکړی دی.
نوموړې د قطر لومړي وزير او د اسلامي امارت د مشرتابه شیخ هبتالله ترمنځ د ليدنې په اړه خپرو شویو راپورونو ته په غبرګون کې ويلي، فکر نه کوي، چې ورته لېدنې به د مثبت بدلون په رامنځته کولو کې اغېزناکې وي.
هيدر بار په دې اړه پر خپله ټوېټرپاڼه کې ليکلي، چې اسلامي امارت د ۲۰۲۱ کال له اګسټ څخه نړيوال تعامل ته لېوالتيا، له هېوادونو سره د سالمې سياسي ښکېلتيا او دغه راز د رسميت پېژندنې په اړه غوښتنې مطرح کړي ،خو له دې سره سره يې د ښځو او نجونو ځپلو ته دوام ورکړی دی.