د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وايي،هغو هېوادونو چې پرافغانستان بندیزونه وضع کړي، دا کار یې پرافغان ولس ظلم دی.
متقي وايي، پ رافغانستان د نړیوالو لګېدلي بندیزونه د ټولو نړیوالو نرمونو خلاف دي او داسې بندیزونه یې لګولي،چې افغانان نه درمل او نه هم خوراکي توکي را انتقالولی شي.
متقي له نړیوالو پوښتي،چې له یوه لوري د بشري حقونو خبره کوي او بل خوا بیا پر افغان ولس چې هم بشر دی، بندیزونه لګوي.
هغه زیاته کړه:« هرهغه لوري او هېواد چې پر افغانستان بندیزونه لګولي دي، هغوی له دې ولس سره ظلم کوي. په نړیوالو نرمونو کې داسې ماده، چې په ولس دې داسې بندیزونه ولګول شي،چې تجار او ولس هم ترې متاثره وي داسې بندیزونه لګول شوي چې نه بشر ته غذا او دوا راانتقال کیدای شي، نه حیواناتو ته او نه هم نباتاتو ته. له نړیوالو دا پوښتنې کوو، چې ایا دا بشري حقوق دي؟ بشري اصول دي؟ ایا افغانان بشر نه دی؟ »
په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا د کابل پر وړاندې د واشنګټن پالیسي ناکامه یادوي او غوښتنه یې داده، چې نړیوال باید د افغانستان له نظام سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړي.
دوي وايي، ښه به دا وي، چې نړۍ د افغانستان حکومت او افغان ولس د یو ازاد ملت په توګه ومني، چې دا کار هم د نړۍ او هم د افغانانو پر ګټه دی.
د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي:« د امریکا ستراتیژي د افغانستان په هکله په بشپړه توګه ناکامه شوې او د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ستراتیژي بې پرې نه ده. له نړیوالو مو غوښتنه داده، چې له اسلامي امارت سره دې د تفاهم او تعامل لاره خپله کړي. غوره لار داده، چې د افغانستان نظام او ملت منحیث د یوه خپلواک ملت ومني.»
په همدې حال کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي وايي، ټول افغانان د دې حق لر، چې په خپل هېواد کې با عزته ژوند ولري.
دغه راز متقي له نړیوالو غواړي،چې په دې پلمه دې نور افغانانو ته کیسونه نه جوړوي،چې ګواکې په خپل هېواد کې له ګواښ سره مخ دي، دلته هېچاته ګواښ نه شته دی، امنیت خوندي دی او ټول خلک ارام ژوند لري.
متقي زیاته کړې:« دا هېواد د ټولو افغانانو دی، که د چا حکومت خوښ وي او که نه وي، خو په دې هېواد کې د ژوند حق لري. د تجارت حق لري او د لوړ عزت حق لري، دا پیغام باید نړیوال واوري،چې افغانانو ته دې په دې نوم کیسونه نه اچوي،چې دلته یې سر ته ګواښ دی. د افغانستان استعدادونو، علمي کادرونو او افتخاراتو ته دې صدمه نه اړوي، هغه دې له دې هېواد نه باسي. نور دې ظلم نه کوي بس دی.۲۰ کاله یې په دې ولس بمونه وغورځول .»
په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي،چې یوازې د کابل پوهنتون په سلګونه استادانو هېواد پریښی دی او بهر ته تللي دي،چې دې کار اندیښنې زیاتې کړي.
اوس اسلامي امارت ډاډ ورکوي،چې ټول هغه افغانان چې د ځينو شایعاتو او تبلغاتو له امله یې هېواد پرېښی دی، بهر تللي دي کولی شي، چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي او ډاډمن ژوند ولري.