Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: نړۍ افغانستان کې خپلې اقتصادي موخې لري

کارپوهان: د سیمې هېوادونه افغانستان کې د خپلو ګټو خوندي ساتلو لپاره د ټولګډونه حکومت نسخې وړاندې کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/31

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، ایران د افغانستان اوبه د خپلو ولسونو د ژوند لپاره آب حیات ګڼي او په افغانستان کې یې د مصرف مخالف دی او په خبره یې دې وروستیو کې یې په دې تړاو د افغانستان پر وړاندې تونده لهجه هم کارولې .

دوی وايي، له تیرو دوه کلونو راهیسې چې تهران کابل ته د ټولګډونه حکومت توصیه کوي له دې یې موخه د افغانستان په نظام کې د هغو کسانو ځای پرځای کول دي،چې  د ایران ګټو ته ژمن دي.

 

 د کارپوهانو په خبره، د افغانستان ګاونډي او د سیمې ځینې هېوادونه په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت خبره کوي، چې د دې ترشا دوه موخې تعقیبيږي، د افغانستان نظام ته د دوی نږدي کسانو داخلول،چې  ګټې یې وساتي  او بل هم پرافغان حکومت فشار دی،چې د دوی په باور  د دې لارې به څه ترلاسه کړي.

دغه راز کارپوهان په ټوله کې باور دي، چې پاکستان ، روسیه او ځینې نور هېوادونه هم په افغانستان کې ایران ته ورته ګټې لري.

د سیاسي چارو کارپوه قریب الرحمان شهاب وايي:« د ټولګډونه حکومت غږ چې د سیمې له هېوادونو پورته کېږي، هغوي په دې کې دوه موخې لري، اول دا چې د افغانستان په سیاسي جوړښت خپل لاس پوڅي او عناصر ولري، چې خپلې ګټې پرې تامین کړلی شي او بله دا چې دا مسله دوی د فشار په توګه کاروي چې بیا یو څه ترلاسه کړي.»

 

ځينې نور بیا وايي، کوم ټولګډونه حکومت چې د افغانستان ګاونډیان توصیه کوي، افغانانو ته د منلو نه دی.

دوی وايي،هغه هېوادونه چې  د کابل لپاره ټولګډونه حکومت غواړي لومړی دې پر ځان تطبیق کړي ، په ایران کې یوازې یوه ډله چې ټول یې اخندان دي، په دغه هېواد کې پر میشتو بېلا بېلو قومونو او مذاهبو د زور حکومت چلوي.

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« کوم ټولګډونه حکومت چې زموږ ګاونډیان غواړي، چې دوي خپلې ګټې د خپلو عناصرو په وسیله تامین کړي داسې ټولګډونه حکومت افغانان نه غواړي، چې ایران په خپله ټولګډونه حکومت نه لري.»

 

کارپوهان وايي، د افغانستان ګاونډي او د سیمې ځینې هېوادونه غواړي، چې یو ځل بیا په افغانستان کې د دوی خوښې اداره رامنځ ته شي او د کابل په کورني او بهرني سیاست کې استازی ولري،چې دغې موخې ته د رسیدو لپاره د ټولګډونه حکومت نسخه وړاندې کوي. 

د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي:«  دغه هېوادونه، چې په حقیقت کې د افغانستان لپاره بد سیاستونه لري، غواړي بیا په افغانستان کې داسې یوه لاس پوڅې اداره رامنځ ته کړي، چې د دوی د ګټو ساتلو لپاره د افغانستان په سیاست کې یې استازي وي.»

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی بیا وايي، له سرپرست حکومت یې غوښتنه داده، چې داسې سیاست غوره کړي،چې له دې وروسته هېڅ هېواد  د افغانستان د حکومت د څرنګوالي نسخې وړاندې کولو جرأت ونه کړي.

د ځاځي په خبره، اسلامي امارت باید هغو غونډو او ناستو ته چې د دوي استازو ته په کې د ګډون بلنه نه ورکول کیږي ارزښت ورنه کړي.

هغه زیاته کړې:« امارت اسلامي اوس په ټول افغانستان کې حاکم دی او خپل استقلالیت باید وساتي او هېڅ هېواد باید اجازه ورنه کړي،نه چې د حکومتونو وړاندیزونه ورته وکړي او د نړۍ د هېوادونو هغو غونډو ته ارزښت ورنه کړي،چې د دوی استازي په کې نه وي.»

 

په دې تړاو بیا د اسلامي امارت دریځ واضع دی ، کابل تل ټینګار کړی دی، چې حکومت یې ټولګډونه دی سربیره پردې چې په کابینه کې یې د ټولو قومونو او ولایتونو استازي برخه لري، بلکې د مخکېني حکومت ۵۰۰ زره مامورین ورسره کار کوي، چې په کې د ټولو ژبو ویونکي او مذاهبو پیروان شتون لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist