Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: ا.ا دې د ولس غږ واوري او غوښتنو ته دې درناوی وکړي

کارپوهان: ا.ا دې د ولس غږ واوري او غوښتنو ته دې درناوی وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/30

په دې وروستیو کې د اسلامي‌امارت ټول مشران دې باور ته رسیدلي، چې د  ولس له ملاتړ او په دولت کې  د ونډې له ورکړې پرته د نظام دوام ستونزمن دی او باید شرعي غوښتنو ته یې درناوی وشي .

د نجونو زده کړو ته اجازه، د ښځو د کار حق، د اساسي قانون جوړښت او په کې د نظام او خلکو د حقونو تعریف او همدا راز په حکومت کې ونډه هغه غوښتنې دي،چې افغان ولس یې لري .

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهانو ټینګار پر دې دی، چې اسلامي امارت دې د خپل ولس غږ واوري او غوښتنو ته یې درناوی وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:« د افغانستان اسلامي امارت باید د خپل ملت غږ واوري، هغه څه چې د ملت غوښتنه باید ومنل شي، د  نجونو ښوونځیو خلاصول چې د ملت غوښتنه ده، د افغانستان ملي منافعو سره تړاو لري او د نظام پایښت په دې کې دی، چې د ملت او نظام ترمنځ دې واټن رانه شي، د اسلامي امارت مشران باید د خپل ملت غږ واوري او دغه فاصلې چې رامنځته شوي دي له منځه یوسي.»

 
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي، په نظام کې د ولس د ونډې ښه لاره د اساسي قانون جوړښت دی،چې ولسي غوښتنې په کې ونغښتلی شي او همدا راز د خلکو حقوق او د  نظام څرنګوالی پکې تعریف شي.


ځلاند وايي، د ولس اقتصادي ستونزو حل لپاره باید لارې چارې ولټول شي او همدا راز د نجونو د زده کړو مسله، چې د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن په کمولو کې مهم رول لري باید پام ورته وشي.

هغه زیاته کړه:« د اساسي قانون د جوړولو پروسه باید ژر پیل شي او په کې ولسي غوښتنې ونغښتل شي، د حکومت نوعیت او د ولس اساسي حقوق په کې  تعریف شي او له ولس وغوښتل شي، چې هغوی په کې څه غواړي ، د ولس اقتصادي ستونزو حل دی، چې حل لاره یې د سترو ملي پروژو پیل ده، چې باید د قوش تېپې کانال په څير پروژې په ټول هېواد کې پیل شي، چې د بېکارۍ کچه ورسره راټیټه شي ، د تعلیم او تربیې مسله مهمه ده، چې  د نجونو ښوونځي ۲۰ میاشتې کیږي، چې  تړل شوي. دا پر ځان نیم ولس بې باوره کول دي.»


 د سیاسي چارو کارپوهان وايي، په تیرو ۲۰ میاشتو کې د ولس غوښتنو ته نه پاملرنه د خلکو  او حکومت ترمنځ د فاصلې رامنځته کېدو لامل شوې او دوام به یې د افغانستان لپاره ښې پایلې ونه لري.

دوی وايي، حکومت باید ښه خدماتو وړاندې کولو لپاره له قومي مشرانو او د مختلفو قومونو له استازو سره سلا مشورې وکړي، چې له دې سره به ډېرې ستونزې حل شي.

 د سیاسي چارو کارپوه نجیب الرحمان شمال  وايي:« تر کومه ځایه چې لیدل شوي دي، د افغانستان سرپرست حکومت د خلکو غوښتنو ته چندان توجه نه ده کړې، چې د بې اعتمادۍ فضاء او د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن رامنځ ته کېدو لامل شوی دی، چې د دې کار دوام به ښې پایلې ونه لري. اړینه ده، چې حکومت د قومي مشرانو او مختلفو اقشارو سره د مشورې له لارې خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو لارې چارې وړاندې کړي، چې شته واټن له منځه لاړ شي.»


د سرپرست حکومت د کابینې غړو چې وروستیو څو غونډو ته یې ویناوې کولې، تر ډېره یې د  خبرو تمرکز د ولس ملاتړ په ترلاسه کولو وه  او ټینګار یې درلود، چې له دې سره به حکومت دوام پیدا کړي او اسلامي نظام به لاپسې پیاوړی شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist