Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان د لوږې له امله د نړۍ سر هېوادونو په ډله کې دی

افغانستان د لوږې له امله د نړۍ سر هېوادونو په ډله کې دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/30

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام او خوړو او کرنې سازمان د نړۍ په ۲۲ بیوزله هېوادونو کې د لوږې او خوړو خوندیتوب په اړه یو ګډ راپور خپور کړی دی،چې په کې راتلونکو شپږو میاشتو کې د یادو هېوادونو وګړو خوړو وضعیت ناسم او خطرناک بلل شوی دی.

په دغه راپور کې د نړۍ ۱۸ سیمې، چې ۲۲ هېوادونو په کې پراته دي د لوږې او ناسالمو خوړو برخ کې د خطرناکو سیمو په توګه یاد شوي دي.

افغانستان لا هم په دې نوملړ کې د پنځو هغو هېوادونو په ډله کې دی،چې د لوږې او خوړو نه خوندیتوب برخه کې د نوملړ په سر کې دي.

د راپور یوه برخه:« په افغانستان کې اټکل کیږي، چې کابو ۱۵.۳ میلیونه خلک به د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ شي. دا سروې د ۲۰۲۳ کال له مې تر اکتوبر میاشتو موده رانغښتې ده. د افغانستان اقتصادي وضعیت کمزورتیا له امله ښایي دا شمېرې په راتلونکو میاشتو کې ثابتې پاتې شي او یا هم د افغانانو خوړو نه خوندیتوب له دې هم بد شي.»

له افغانستان سره څنګ کې سومالیا، نایجیریا، سویلي سوډان او یمن نور هغه هېوادونو دي،چې د تېر په څېر په خپلو ځایونو پاتې دي او خلک یې لا هم له سختې لوږې او  د خوړو نه خوندیتوب له امله کړیږي.

د نوملړ سر ته څلور نوي اضافه شوي هېوادونو هایتي، بورکینا فاسو، مالي او سوډان دي،چې په وروستي هغه کې تازه وضعیت د روانو جګړو له امله رامنځته شوی دی.

د راپور یوه برخه:« داسې اټکل کیږي،چې د نوملړ په سر کې هېوادونه به له لوږې او د خوړو برخه کې یو ستر ناوریني وضعیت سره مخ شي، ځکه یادو هېوادونو کې د خوړو نه خوندیتوب له وړاندې موجود وه  او ډېریو لاملونه ورسره د دې وضعیت په راپیدا کېدو کې مرسته کړې ده. دا هېوادونه بیړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.»

له اسیا څخه پاکستان او سوریه او له افریقا لویې وچې څخه د مرکزي افریقا هېوادونه، ایتویپیا، کینیا او کانګو هغه هېوادونه دي، چې د لوږې سره د مخ هېوادونو نوملړ په دویمه درجه کې دي.

نړیوال د افغانستان بشري وضعیت په اړه داسې مهال دا ډول بوګنونکې شننې کوي، چې اسلامي امارت ویلي، روان بشري وضعیت دوی ته په میراث کې پاتې شوی او په خبره یې ستر لاملونه یې د پیسو کنګل او پر افغانستان لګیدلي بندیزونه دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist