Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

یونېسف زابل کې له ۵۰ زرو زده کوونکو سره د قرطاسیې مرسته کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/29

د زابل ولایت پوهنې ریاست مرستیال مولوي محمد نسیم نصیر وايي، د ملګرو ملتونو ماشومانو ملاتړ صندوق (يونېسف) ورسره د ۵۰ زرو زده‌کوونکو لپاره د قرطاسیې مرسته کړې.

نصیر وایي، دغه مرسته به د مرکز کلات په ګډون ټولو ولسواليو کې له لومړي تر شپږم ټولګي پورې پر زده‌کوونکو ووېشل شي.

دغه راز نصیر وايي،د یونېسف له دې مرستې سره به، د قرطاسې په برخه کې د زده‌کوونکو اړتيا په نسبي توګه پوره شي، خو  په خبره یې زده کونکي له دې زياتې قرطاسیې ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه:« د یونېسف له لوري د زابل پوهنې ریاست سره د شااوخوا ۵۰ زره      زده کوونکو لپاره د قرطاسیې همکاري وشوه. دا د مرکز په ګډون د ۱۱ ولسوالیو لپاره ده. په لومړي پلان کې به تر ولسوالیو او په دویم پلان کې به تر ښوونځيو ورسېږي. په دې سره موږ وکولی شو،چې له لومړي تر شپږم ټولګي پورې زده کوونکو ته قرطاسیې ورکړو او ورسره به د قرطاسیې له ستونزې دوی ( زده کوونکي) خلاص شي.»


بل لور ته زده کونکې وایي، خوښ دي، چې د يونېسف له لوري ورسره د قرطاسیې مرسته شوې، خو په خبره یې د درسي کتابونو د کمښت له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.

په ورته وخت کې دوی له ځايي مسوولینو غواړي، چې د کتابونو د کمښت ستونزې ته دې يې جدي پاملرنه وکړي.

زده کوونکی محمد الله وايي:«موږ ته د چې پوهنې ریاست له لوري قرطاسیه راکړل شوې، ډېر پرې خوشاله یو. خو موږ د کتابونو له کموالي سره هم مخ یو او نه شو کولی،چې ازموینې لپاره درسونه زده کړو، له همدې امله ډېری زده کوونکي په ازموینه کې ناکام کېږي. هېله مو دا ده،چې کتابونه راته پوره کړي. »


یو بل زده کوونکی رحمت الله بیا وايي:« موږ د پوهنې له ریاسته ډېر خوشاله یو،چې قرطاسیه یې راکړه. موږ د کتابونو له کموالي سره هم مخ یو، نو د پوهنې له ریاسته مو هېله دا ده،چې کتابونه راته برابر کړي، ترڅو وکولی شو، په سمه توګه زده کړې وکړو.»


له دې وړاندې هم په زابل کې د ښوونځيو زده‌کوونکو شکايت درلود، چې د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي او دا چاره يې په سمه توګه د درسي پلان د تطبيق پر وړاندې خنډ ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist