Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بښنې نړیوال سازمان او حقوق پوهانو نړیوال کمېسیون ا.ا د بشر ضد پر جرمونو تورن کړی

د بښنې نړیوال سازمان او حقوق پوهانو نړیوال کمېسیون ا.ا د بشر ضد پر جرمونو تورن کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/27

د بښنې نړیوالې سازمان او د حقوق پوهانو نړیوال کمېسیون د پنجشنبې پر ورځ  د (۱۴۰۲ کال د غبرګولې پر ۴ مه) یو ګډ تفصیلي راپور خپور کړی او په هغه کې یې پر اسلامي امارت تور لګولی دی، چې کړنې او پریکړې یې د بشر ضد جرم دی.

د ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت جګړې تر عنوان لاندې په دې راپور کې له نړیوالو سازمانونو او هېوادونو هم غوښتنه شوې، چې د اسلامي امارت دې کړنې پر وړاندې اقدام وکړي.

په دغه راپور کې ویل شوي،چي د اسلامي امارت لخوا د ښځو او نجونو پر وړاندې غیر قانوني محدودیتونه باید د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د ممکنه جرمونو په توګه وڅېړل شي.

د حقوق پوهانو نړیوال کمېسیون مشر سانټیاګو کانټن وايي:« د طالبانو لخوا د جنسیتي شکنجې عظمت، سیسټماټیکه بڼه او د دې ډول پالیسیو تطبیق په ګډه داسې سیسټم رامنځته کوي، چې موخه یې د ښځو او نجونو ځپل او د دوی څنډې ته کول دي. دا کړنې په ټوله کې دومره جدي دي، چې د بشري ضد جنسیتي شکنجې ته رسیږي.»


اسلامي امارت که څه هم تازه دې راپور ته کوم غبرګون نه دی ښودلی،خو په تېر کې یې ویلي ول، چې د اسلام او شریعت په رڼا کې د ښځو حقونو ته ژمن دي او له نورو هېوادونو یې غوښتي دي، چې د افغانانو کورنیو مسایلو کې دې لاسوهنه نه کوي.

بلخوا د بښنې نړیوال سازمان هم د ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت روانې پالیسۍ ښکاره نړیوال جرمونه وګڼل او زیاته یې کړه،چې دا کړنې ډېرې پراخې، منظمې  او سیسټماټیکي دي.

د بښنې نړېوال سازمان مشره آګنس کلامارډ وايي:« واک ته له رسېدو وروسته طالبانو د ښځو او نجونو پر وړاندې ډېر سخت محدودیتونه لګولي دي. له عامه ژونده منع کول، زده کړو ته نه پرېښودل، د کار اجازه نه ورکول، یوازې سفر ته نه پرېښودل، زنداني کول، شکنجه کول او د دوی پالیسو پر وړاندې غږ پورته کولو ته نه پرېښودل. په دې کې باید هېڅ شک نه وي،چې دا ټولې کړنې د ښځو پر وړاندې جګړه ده.»


د بښنې نړیوال سازمان او حقوق پوهانو نړیوال کمېسیون دا ګډ راپور، چې په ۶۸ پاڼو کې خپور شوی دی، په افغانستان کې یې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ رامنځته شوې پېښې په کې رانغښتي دي.


دوی وایي، د راپور ټول مواد یې د باوري سرچینو، شواهدو، د ملګرو ملتونو چارواکو او مدني ټولنو غړو مالوماتو پر بنسټ راټول کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist