• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سیګار: افغانستان لا هم  نړۍ کې د مخدره توکو ستر تولېدونکی هېواد دی

سیګار: افغانستان لا هم  نړۍ کې د مخدره توکو ستر تولېدونکی هېواد دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/25

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار یوه راپور کې ویلي، چې افغانستان کې د مخدره موادو په کښت کې کموالی نه دی راغلی.

سیګار زیاته کړې، د تیر په څیر لا هم افغانستان کې تر ټولو زیات مخدره توکي کرل کیږي او ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ ۸۰ سلنه مخدره توکي له افغانستانه ول.

د راپور یوه برخه :« افغانستان په نړۍ کې له ډېر وخت راهیسې د مخدره توکو تر ټولو ستر تولېدونکی هېواد دی او له هغه وخته،چې طالبان واک ته رسیدلي، په  دې برخه کې هېڅ کوم بدلون نه دی راغلی. د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو ادارې د راپورونو له مخې ۲۰۲۲ کال کې افغانستان د نړۍ ۸۰ سلنه مخدره توکي  تولید کړي.»

په راپور کې ویل شوي،چې د مخدره توکو د له منځه وړلو په تړاو د سرپرست حکومت هوډ تر پوښتنه لاندې دی، ځکه له واک وروسته یې تولېد کې ۳۲ سلنه ډېروالی راغلی دی.

د راپور یوه برخه:« د ۲۰۲۲ کال د اپریل میاشتې په درېیمه نیټه طالبانو د تریاکو او نورو مخدره موادو په کښت د بندیز پریکړه وکړه او وروسته یې د چرسو کښت هم بند کړ. له دې پریکړو سره سم یې په ځینو ځایونو کې په عام ډول د مخدره توکو کښتونه هم خراب کړل،خو لا هم په دې برخه کې د دوی اصلي هوډ تر پوښتنه لاندې دی،ځکه د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې را وروسته افغانستان کې د مخدره توکو په کښت کې ۳۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.»

اسلامي امارت د سیګار دغه راپور ردوي او وايي، په ټول افغانستان کې د کوکنارو او مخدره توکو په کښت بندیز لګول شوی او د مخدره توکو  پر ضد جدي مبارزه شوې ده.

د دې ادعا تر څنګ سیګار ویلي،چې لا هم له افغانستان سره د مخدره موادو د مبارزې برخه کې ملاتړ کوي،خو دا پروسه په عملي ډول نه ده.

 سیګار زیاته کړې،چې د ۲۰۲۳ کال د مارچ میاشتې پورې د مخدره توکو په تړاو د مالوماتو ورکولو لپاره یې میلیونونه ډالر مصرف کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي
افغانستان

هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي

مې 19, 2025
د متقي پر مشرۍ لوړپوړی پلاوی د تهران خبرو اترو فورم کې د ګډون په موخه ایران ته تللی
افغانستان

د متقي او عراقچي لیدنه؛ د افغان کډوالو پر تدریجي ستنولو هوکړه شوې

مې 19, 2025
ملا برادر کازان ته خپل سفر له لاسته راوړنو ډک بولي
افغانستان

ملا برادر کازان ته خپل سفر له لاسته راوړنو ډک بولي

مې 19, 2025
کندهار کې د توتانو مېله؛ یو شمېر کسانو ته د عاید سرچینه برابره شوې
افغانستان

کندهار کې د توتانو مېله؛ یو شمېر کسانو ته د عاید سرچینه برابره شوې

مې 18, 2025
هرات کې د ورېښمو چینجي روزلو صنعت کمرنګه شوی

وروستي خبرونه

هلمند کې ۷۶ سیمې د تاریخي آثارو په توګه ثبت شوې

هلمند کې ۷۶ سیمې د تاریخي آثارو په توګه ثبت شوې

مې 18, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist