Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
قطر راتلونکې میاشت د افغانستان په اړه یو ځل بیا د ناستې کوربتوب کوي

خلیلزاد: د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو پرسر ستونزه باید د درېیمګړي له لارې حل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/25

د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند سیند اوبو حقابې پر سر وروستۍ ناندرۍ او د ایران د ولسمشر په ګډون د دې هېواد لوړپوړو چارواکو خبرداری او ګوتڅنډنې چې د اسلامي امارت د چارواکو له غبرګون وروسته، اوس د ځینې امریکایي چارواکو غبرګونونه یې هم راپارولي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا  مخکېني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي،چې  ایراني چارواکي د ابو په مسله کې د زور ژبه کاروي او له افغاني لوري سره د دوښمن په ډول عمل کوي.

هغه زیاته کړې:« د ایران مشران زور ښودنه کوي، افغانستان ته د دوښمن په ډول ان د جګړې ګواښونه کوي، ولې؟ دوی داسې استدلال کوي،چې ایران له افغانستانه هغه اندازه اوبه نه ترلاسه کوي،چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۹۷۳ کال د اوبو د معاهدې له مخې یې باید ترلاسته کړي.»


خلیلزاد، د وړاندیز په بڼه له دواړو لوریو غواړي،چې د حقابې د کشالې او د اختلافي شرایطو د هواري په موخه باید د تړون مواد عملي کړي.

د خلیلزادا په خبره، افغانستان او ایران باید د اوبو مسله د ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې حل کړي او د اړتیا په صورت کې دې، قضیه د منځګړي په توګه درېیمګړي لوري ته راجع کړي.

هغه زیاته کړې:« په تړون کې راغلي،چې د ابو اندازه ښایي ځینې کلونه د وچکالۍ او یا هم د ځینو غیرمترقبه پېښو د رامنځته کېدا په صورت کې کمې شي، د رامنځته شوې کشالې د حل په موخه پکار ده،چې د شخړې په صورت کې دواړه هېوادونه باید، راپورته شوې ستونزې ته د ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې حل لار ولټول شي، د منځګړي په توګه دې قضیه درېیمګړي ته راجع شي او  که چېرې وړاندیز شوي ګامونه کار ورنه کړي، په هغه صورت کې باید موضوع محکمې ته راجع شي.»


 د سیاسي چارو شنونکي هم سره له دې چې د ایراني چارواکو وروستي دریځونه د نړیوالو او ډیپلوماتیکو اصولو خلاف کړنه بولي، خو د قضیې حل  له ګوتڅنډنو وراخوا په رسمي دوه اړخیزو ناستو کې لټوي.

دوی وایي، ایرانی لوری باید د حقابې د حل لپاره باید له بېځایه خبرداریو تېر شي او د ګډو او متخصصو پلاوو په حضور کې د قضیې ټولې خواوې وارزول شي اولازم اقدامات دې ترسره شي.


د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو پر سر نادرۍ هغه مهال خپل اوج ته ورسېدې،چې تېره اونې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي پر افغان لوري تندې نیوکې وکړې او خبرداری یې ورکړ،چې که چېرې افغان حکومت د حقابې مسله بابېزه وګڼي، نو دوی پوهېږي، چې له دې قضیې سره څه ډول عمل وکړي.

خو اسلامي امارت د ایراني چارواکو څرګندونې غیرمسوولانه او زیامنوونکې وبللې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist