Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوچا: افغانستان کې هره ورځ دوه ماشومان د ناچاوده توکو له امله قرباني کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/24

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې په تېر ۲۰۲۲ کال کې څه باندې ۷۰۰ افغان ماشومان د ناوچاده او پوځي توکو له امله مړه او ټپيان شوي.

اوچا زیاته کړې:«  په ۲۰۲۲زیږدیز کال کې په افغانستان کې د ناچاوده توکو له امله  څه باندې ۷۰۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې. دغه شمېر په ورځني ‌ډول د دوه ماشومانو مرګ ژوبله ښايي.»

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي مرستیاله جو.ایس.ايم سویا وايي، افغانستان کې لا هم خلک د جګړو بیه پرې کوي او ورځینی ژوند یې ورته ستونزمن کړی دی.

هغې زیاته کړې:« لا هم د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د جګړې لویه بیه ملکي خلک پرې کوي. میلیونونه خلک هر کال بې کوره کیږي او میلیونونه نور د څښلو پاکو اوبو سرچینې له لاسه ورکوي. د ملکي خلکو کورونه او روغتونونه ورانیږي او جنسي تاوتریخوالی هم زیاتیږي.»

د ماین پاکۍ برخې کارکوونکي وايي،افغانستان کې زرګونه انسانان د ناوچاده توکو قرباني شوي دي،چې دېر شمېر یې ماشومان دي.

د اومر ماین پاکۍ موسسې مسوولین بیا ډاډ ورکوي،چې افغانستان کې لاهم ۱۵۰۰ کیلومیټره ناپاکه سیمې شته او د خطر وړ توکو څخه پاکۍ ته اړتیا لري.

دوی زیاتوي، تمه دا وه،چې روان کال د افغانستان ډېری سیمې له ناوچاده توکو پاکې کړي،خو د ځینو ستونزو له امله نه دي توانېدلی چې بریالي شي.

په تېرو څو لسیزو جګړو د افغانستان ډېری سیمو کې  د ناوچاده توکو شتون د خلکو ژوند ګواښلی او د مالوماتو له مخې،چې په لوړه کچه قرباني یې ماشومان دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist