• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه افغانستان کې یوازې له نارینه کارکوونکو سره خپل کار ته دوام نه ورکوي

ملګري ملتونه افغانستان کې یوازې له نارینه کارکوونکو سره خپل کار ته دوام نه ورکوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/23

وروسته له هغه چې په غیر دولتي موسیسو کې پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز ولګول شو، اسلامي امارت ملګرو ملتونو کې هم ښځې له کاره منع کړې.

 د دې پریکړې په غبرګون کې ملګرو ملتونو خپل ټول کارکوونکي د ۲۶ ورځو لپاره رخصت کړل، چې اوس تازه د یاد سازمان د ښځو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې لا یې هم کارکونکي له کورونو کار کوي.


خبرپاڼه کې ویل شوي، دا چې ۷۰ سلنه کارکوونکي یې ښځې دي، نو یوازې له نارینه ‌وو سره خپلو کار ته دوام نه ورکوي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د اپریل میاشتې له څلورمې نیټې راهیسې زموږ ټول افغان کارکونکي، نارینه او ښځینه، له کور څخه کار کوي. دا چې ۷۰ سلنه کارکوونکي ښځې دي او ۵۵ سلنه یې افغانانې دي، نو د وروستیو محدودیتونو له امله  د ملګرو ملتونو دفترونو کې ښځې سختې اغيزمنې شوې دي. موږ ډاډ ورکوو،چې یوازې له نارینوو سره به کار ونه کړو. موږ به د ښځو لپاره له ښځو سره د کار کولو په اړه خپل اصولي چلن بدل نه کړو.»


خبرپاڼه کې ویلي شوي، چې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه نه یوازې یو غلط ګام دی، بلکې له امله به یې ډېری خلک خپل ژوند له لاسه ورکړي.

دغه راز په خبرپاڼه کې د اسلامي‌امارت وروستۍ پریکړې د ملګرو ملتونو له ارزښتونو سره ټکر کې بلل شوي دي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د ښځو پر حقونو وروستی برید د غیر دولتي مو سیسو او ملګرو ملتونو لپاره د افغان ښځو کاري بندیز نه یوازې غلط لوري ته یو ګام دی، بلکې کیدای شي د ډیریو د ژوند د پای لامل شي. دا له هغو ارزښتونو سره په ټکر کې دي، چې نړیواله ټولنه یې پر بنسټ ولاړه ده. په دې وروستیو دوو کلونو کې د فرمانونو د صادرولو موخه په سیستماتیک ډول له ټولنیز ژوند څخه د افغان ښځو او نجونو مهوه  کول دي.»


که څه هم په خبرپاڼه کې ویل شوي،چې  پرته له ښځینه کارکوونکو خپل کار ته دوام نه ورکوي،خو ورته مهال یې ژمنه کړې، چې افغانستان کې به پاتې کیږي او بیارغونې ته به دوام ورکوي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د ښځو پر وړاندې محدودیتونه یوه بې سابقه ننګونه ده، خو د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې زموږ ژمنتیا د تل په څېر پیاوړې ده. موږ به افغانستان کې پاتې کیږو، ترڅو نوښت او بیارغونې ته دوام ورکړو.»


دا لومړی ځل نه دی، چې د ښځو او نجونو د کار او زده کړو په تړاو اندېښنه ښودل کیږي، بلکې له دې وړاندې هم ورته غوښتنې شوي، خو لا هم د اسلامي امارت پریکړې پر خپل ځای پاتې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist