• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تحلیل کوونکي: له تورلیسته د ا.ا چارواکو نومونو اېستل  به د افغانستان په سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو مثبت اغیز ولري

تحلیل کوونکي: له تورلیسته د ا.ا چارواکو نومونو اېستل  به د افغانستان په سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو مثبت اغیز ولري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/21

د اسلامي امارت د باصلاحیته مشرانو نومونه لاهم د ملګرو امنیت شورا په تورلیست کې دي،چې له امله یې دغه کسان بهرني سفرونه نه شي کولی.

 د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي وايي، ګاونډیو او سیمې هېوادونو کې چې د افغانستان او سیمې په تړاو  کومې ناستې کیږي، د افغانستان په استازیتوب کوم کسان چې په کې ګډون کوي، په هغه کچه نه دي، چې وشي کولی په پوره صلاحیت خبرې وکړي.

دوی په دې باور دي،چې نړۍ د افغانستان حکومت مهم او باصلاحیته کسان په تورو لیستونو کې شامل کړي، چې دغه کار تر ډېره د افغانستان پر بهرنیو اړیکو اغیز کړې ده.

د دوی په خبره، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تورلیسته  د اسلامي امارت چارواکو د نومونو اېستل به له سیمې او نړۍ سره د افغانستان اړیکې نورې هم نږدې کړي او د دې کار لپاره مهمه ده، چې افغان دولت د خپلو ولسونو مشروع غوښتنې له پامه ونه غورځوي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی قریب الرحمان شهاب وايي:« له تورو نوملړونو د افغان مسوولینو د نومونو اېستل یو مهم بحث دی، چې دا د افغانستان په سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو باندې مستقیم اغیز لري. د دې لپاره باید په کور دننه د افغانانو په غوښتنو چې د نړیوالو له لوري هم بدرګه کیږي، باید پام ورته  وشي.»

ځینې په دې باور دي، چې د افغانستان اوسنیو ستونزو حل  د دوحې تړون په بشپړ ډول عملي کیدو کې پروت دی او همدا زار له تورو لیستونو د افغان مشرانو نومونو اېستل او د نړیوالو بندیزونو د کمولو لپاره باید سرپرست حکومت پر دایمي بدل شي او همدراز اساسي قانون دې رامنځ ته شي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون ټولو هغو ستونزو ته چې په افغانستان کې یې لرو، د حل لارې وړاندې کوي، له رسمیت پيژندنې سره ، دتورلیست پاکولو او همدراز د بندیزونو لرې کولو سره، د دوحې تړون په عملي کیدو سره حل کیدای شي او همدا راز له سرپرست حکومت دایمي حکومت رامنځ ته شي او د خپل ملت په استازیتوب اساسي قانون جوړ شي.»

دملګرو ملتونو د تورلیست په تړاو ځينې نظرونه بیا داسې دي، چې نړیوالو دغه کار د خپلو موخو لپاره کړی او که اهداف یې ترلاسه شي د افغانانو نومونه به ترې پاک کړي.

د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا په دې اند دی،هغه اهداف چې نړۍ یې د تورلیستونو ترشا لري، ښايي د افغانستان پر زیان وي او حکومت هم ښايي همدا مسله په پام کې نیولي وي.

اکبر اغا زیاته کړې:« د تورلیست پاکولو موضوع ملت پورې اړه نه لري،چې په کور دننه دوی باید څه وکړ.  په دې برخه کې بهرنیان خپل مطالب او مقاصد لري او هغه غواړي،چې مقاصد یې ترسره شي او بیا د تور لیست خلک وباسي او که طالبان هغه مقاصد له دوی سره ومني، دا د افغانستان په زیان باندې به وي.»

دملا عبدالغني برادر ، سراج الدین حقاني ، ملاحسن اخوند ترڅنګ د اسلامي امارت ګڼو مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو په تورلیست کې شامل دي،چې دغه کسان بهرني سفرونه شي کولی او همدراز د نړۍ  له نورو بندیزونو سره هم مخ دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د بادي او لمریزي برېښنا تولیدولو د دوو سترو پروژو پرانیسته وشوه
افغانستان

هرات کې د بادي او لمریزي برېښنا تولیدولو د دوو سترو پروژو پرانیسته وشوه

جون 1, 2025
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

جون 1, 2025
د افغانستان لپاره د پاکستان او ازبېکستان ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې کړې
افغانستان

د افغانستان لپاره د پاکستان او ازبېکستان ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې کړې

جون 1, 2025
اسلام‌اباد او کابل يو بل ته د رسمي سفيرانو لېږلو پرېکړه کړې
افغانستان

اسلام‌اباد او کابل يو بل ته د رسمي سفيرانو لېږلو پرېکړه کړې

جون 1, 2025
افغان – ازبېک درې ورځنی نندارتون پای ته ورسېد
افغانستان

د صنعت اوونۍ له څلورم ملي نندارتون زرګونه خلکو لیدنه کړې

جون 1, 2025
شنونکي: د افغانستان وضعیت په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو اندیښنې بې ځایه دي
افغانستان

رانول والنبرګ څېړنیز مرکز: افغانستان کې له لږکیو سره توپیري چلن کېږي

جون 1, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist