Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران د حقابې پرسر افغان لوري ته یوه میاشت وخت ورکړی

ایران د حقابې پرسر افغان لوري ته یوه میاشت وخت ورکړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/21

د اوبو پر سر د افغانستان او ایران ترمنځ راولاړه شوې وروستۍ ناندرۍ د ایراني لوري ترغوښتنو وراخوا اوس د جدي خبرداریو تر حده رسېدلي.


 د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي تر ترخبرداري وروسته، په افغانستان کې د دې هېواد چارسمبالی او ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي تازه افغان چارواکو ته د یوې میاشتې ضرب الاجل ټاکلی دی،چې په دې موده کې که چېرې افغان حکومت ایران ته د اوبو موضوع حل نه کړي؛ نو دوی  پوهېږي، چې څه وکړي.


قمي د خبرداري په بڼه دغه راز دا هم ویلي، که حاکم نظام په رېښتیني ډول غواړي افغانستان په راتلونکي کې ثبات، خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا ولري، نو باید د ایران د اوبو حق ادا کړي. 

قمي  زیاته کړې:« که ثابته شي،چې په کجکي او کمال خان بندونو کې اوبه شته؛ خو دوی د ایران حقابه نه ورکوي، طالب چارواکي باید ځواب ویوونکي وي. افغانستان ته وخت پای ته په رسېدو دی. د ایران دولت پوهېږي، چې څه ډول عمل وکړي. طالب چارواکي باید پوه شي، که چېرې غواړي افغانستان کې ثبات، خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا وي، نو له خپلو ګاونډیانو سره باید رغوونکی تعامل ولري.»


په ورته وخت کې د همدې مسلې په تړاو وړمه ورځ د ایران بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان د اسلامي امارت له چارواکو غوښتي، چې د حقابې مسله دې د اعلامیو تر خپرولو نه محدودوي، بلکې افغان حکومت باید د دوی متخصصانو ته په بندونو کې د اوبو د کچې عملي ازرونې اجازه ورکړي.

هغه زیاته کړې:« په وروستیو میاشتو کې مې څوڅو ځله  له امیرخان متقي غوښتي،ؤچې د هلمند د اوبو تړون ته ژمن پاتې شي او زموږ متخصصې ډلې ته دې د اوبو کچې د ارزونې اجازه ورکړي؛ خو لا یې دغه موضوع نه ده حل کړې. سیستان  او بلوچستان سیمې له سختې وچکالۍ سره مخ دي، دغه ستونزه د اعلامیې په خپرولو نه حل کیږي.»


د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د یاد ایراني چارواکي څرګندونو ته په غبرګون کې وایي، افغانان د ډار خلک نه دي چې له دا ډول ګواښونو ویریږي.

مجاهد د ایراني چارواکو دغه ډول بې مسوولیته څرګندونې یوازې  د دواړو هېوادونو اړیکو په زیان بولي.


کارپوهان بیا وايي، ایران له تېرو څو لسیزو راهیسې تر خپلې کچې هم په میلیاردونو متر مکعب زیاتې اوبه ترلاسه کړي، او د دې هېواد د چارواکو وروستیو تندو او د ډیپلوماتیکو نورمونو خلاص ژبه کارکونې ته په کتو، له ایراني لوري د هغو میلیاردونو مکعب اوبو د حساب پوښتنه باید وشي،چې په تېرو څو لسیزو کې د تړون د ذکر شوې کچې هم زیاتې اوبه یې ترلاسه کړي.


په تېرو څو ورځو کې دا دویم ځل  دی،چې ایراني لوړپوري چارواکي افغانستان ته داسې ستغه او غیر ډېپلوماټیکه ژبه کاروي.

تر دې څو ورځې وړاندې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي هم د دې مسلې پر سر افغان چارواکو ته په خطاب کې تنده ژبه کارولې،چې د رئیسي څرګندونې اسلامي امارت غیرمناسبې او پارونکې بللې وې او پر ایراني لوري یې غږ کړی،چې دغه ډول څرګندونې چې د دواړو لوریو ترمنځ د سیاسي فضاء د لاخرابوالي لامل ګرځي، ډډه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist