Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سیګار: امریکا لاهم افغانستان کې پنځه فعالې سترې پروژې عملي کوي

سیګار: امریکا لاهم افغانستان کې پنځه فعالې سترې پروژې عملي کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/18

د افغانستان پر بیا رغونې د امریکا د څار ځانګړې ادارې (سیګار) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د یاد هېواد مرستندویه اداره (یو.اېس.اې.آی.ډي) لا هم په افغانستان کې پنځه لویې پروژې عملي کوي،چې ټولې د زده کړو په برخه کې دي.


راپور کې راغلي، چې یادې پروژې د امریکا مرستندویه ادارې د ټولنیزو خدماتو ځانګړې برخې له خوا عملي کوي، چې ۲۰۱۴ کال پیل او ټاکلې شوې ده،چې د روان  ۲۰۲۳ کال تر پایه پورې به دوام وکړي.

د راپور یوه برخه:« د یادو فعالو پروژو د عملي کولو لپاره څه باندې ۱۶۵ میلیونه او ۶۰۰ زره ډالر ځانګړي شوي دي، چې تر دې دمه یې څه د پاسه ۱۳۱ میلیونه او ۵۰۰ زره ډالر لګول شوي دي. دا پروژې د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیزونو له امله مستقیما اغیزمنې شوي دي. یاد پروګرام اوس د نجونو د لوړو زده کړو ظرفیت لوړونې پر هغو برخو کار کوي، چې طالبانو نجونو ته مجاز ګڼلي دي.»


د اسلامي امارت په راتګ سره اوس د امریکا د زده کړو اړوند دا پروژې نجونو ته پر انلاین زده کړو او قابلګۍ برخه کې پر روزنو او زده کړو متمرکزې شوي دي.

د سیګار راپور پر بنسټ، د یادو ځانګړو شویو پیسو له ډلې تر ټولې ډېرې هغه یې افغانستان کې د زده کړو پر پیاوړتیا او تر ټولې کمې هغه یې بیا افغانستان کې د زده کوونکو بریا برخه کې لګول شوي دي.

د راپور یوه برخه:« افغانستان کې د زده کړو پیاوړتیا برخه: لګیدلې پیسې نږدې ۴۷ میلیونه او ۱۹۸ زره ډالر.

د ښوونځیو فعال ساتلو برخه: لګیدلې پیسې، ۴۰ میلیونه ډالر.

پریږدئ نجونې زده کړې وکړي پروګرام : لګیدلې پیسې، ۲۹ میلیونه ډالر.

افغانستان کې د زده کوونکو بریا ملاتړ برخه: لګیدلې پیسې، ۱۳ میلیونه ډالر

د افغانستان امریکایي پوهنتون تخنیکي ظرفیت لوړونې پروګرام، لګیدلې پیسې، څه باندې ۱۵ میلیونه او ۳۲۴ زره ډالر. »


د ۲۰۲۱ کال له تحول راورسته که څه هم د افغانستان امریکايي پوهنتون دوحې ته لیږدول شوی دی،خو د امریکا ځانګړې شوې پیسې لا هم ورکول کیږي.

سیګار افغانستان کې د امریکا د پوهنې برخې پروژو یادونه کوي،چې د یاد هېواد بهرنیو چارو وزات په کراتو ویلي،چې له  افغانانو سره لا هم تر ټولو ډېره بشري مرسته همدوی کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist