Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حماد: د نجونو زده کړو ته ژمن یو

حماد: د نجونو زده کړو ته ژمن یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/18

په کابل کې د چهار شنبې پر ورځ د (۱۴۰۲ کال د غويي پر ۲۷ مه) د  ملي ثبات ټولنې له لوري د عامه کتابتون پرانېستلو په مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو څار مسوول عبدالحق  حماد وویل، د نجونو زده کړو حق ته ژمن دي او په یوه خوندي او وړ چاپیریال برابرولو کار کوي.

حماد زیاته کړه:« وروڼو! زه له تاسو سره ژمنه کوم،چې هغه ستونزې او تشویشونه چې وروڼه یې لري، په راتلوونکې لنډ وخت کې په کال یا نیم کال کې همدومره وخت کې به په داسې شکل حل شي،چې هر افغان ته به د زده کړو ترلاسه کولو حق ورسېدلی وي، هم به زموږ د خویندو عزت خوندي شوی وي او هم به یو منظم او سالم علمي چاپیریال رامنځته شوی وي. څه چې اوس د لنډمهال لپاره دي، د دې مانا دا نه ده،چې اسلامي امارت له خویندو د زده کړو حق اخلي. هغه  حق چې الله او رسول ورکړی دی، نه یې ترې اسلامي امارت اخلي او نه بل څوک دا جرأت لري،چې دا حق له چا واخلي.»

د ضياءالحق امرخېل پر مشرۍ د ملي ثبات ټولنې له لورې د ثبات په نوم دغه عامه کتابتون کې د بېلابېلو برخو ګڼ شمېر کتابونه اېښودل شوي.

امرخېل وايي، اړتیا ده، چې  په اوسني وخت کې د مطالعې ودې او کتاب لوست ته د خلکو پاملرنه  زیاته شي.

هغه زیاته کړه:« نه د ریاکارۍ بحث دی، نه سیاسي بحث دی، نه  د کوم ټاکنیز کمپاین بحث دی، خو په اوس وخت کې له هرڅه ورته زیاته اړتیا لېدل کېدله، نو دا مجلس د کتابخانې د پرانېستې راغوښتل شوی دی.»

امرخېل دغو مراسمو کې د کتاب لوست او مطالعې سره جوخت د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بندو دروازو پرانېستې غوښتنه وکړه.

دغه راز امر خېل وايي، که که امر ثاني رالنډ نه شي، ډېر خلک به کډوالۍ ته اړ شي.

امرخېل زیاته کړه:«  اوس وخت د دې رارسېدلی دی،چې په خپل حکومت او نظام باندې غږ وکړم،چې له ۲۱ میاشتو راهېسې زموږ لورګانو او زموږ خویندو پر مخ باندې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې تړل شوي دي. یوه سمه لار دې ورته پیدا شي،چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانېستل شي.»

اخوا د مراسمو یو شمېر نورو ګډونوال بیا لرو پرتو سیمو ته د کتاب لوست او کتابتونونو جوړولو لړۍ د پراخېدو غوښتنه وکړه.

د ملي ثبات ټولنې مسوولین وايي، په راتلونکې کې په نورو ولایتونو کې هم د ورته کتابتونونو د جوړولو هوډ  لري،ترڅو د مطالعې فرهنګ دود او زده کړو برخو کې خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist