Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: نړۍ افغانستان کې خپلې اقتصادي موخې لري

کارپوهان: د افغانانو ترمنځ خبرې هېواد کې  د دایمي ثبات لپاره مهمې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/16

له هغې وروسته، چې اسلامي امارت واک ته ورسید، د ملي روغې جوړې او په هېواد کې  د دایمي ثبات لپاره د افغانانو ترمنځ د ملي ډیالوګ رامنځ ته کېدو خبرې پیل شوې.

په دې برخه کې امریکا او د قطر هېوادونو زیاتې هڅې  وکړې، چې د افغانانو ترمنځ د ملي ډیالوګ رامنځ ته شي،خو لاهم دغو هڅو پایله نه ده ورکړې.


اوس د افغانانو ترمنځ که هغه د جمهوریت مهال چارواکي او سیاسیون دي او که په کوردننه افغانان دي خبرې او ناستې د افغانستان لپاره مهمې او ګټورې بولي.


د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، په کور دننه د افغانانو ترمنځ خبرې،چې موخه یې تل پاتې سوله او ثبات وي ګټور کار دی،چې باید ترسره شي،خو که د ملي ډیالوګ په نوم په حکومت کې تکراري څیرو ته ونډه غوښتل وي، نو بیا پایله نه ورکوي.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الله جامع وايي:«  له هرې جګړې وروسته ملتونه اړتیا لري،چې خپل منځ کې د هیواد  ثبات لپاره خبرې وکړي،که هغه د جمهوریت وخت افغانانو سره وي او که داخل کې له افغانان سره وي او د هیواد ښې ورځې لپاره کیږي، باید دا خبرې وشي که ډيالوګ نوم ورکول کیږي. که ملي خبرې وي دا ګټورې دي،خو هره هغه نسخه چې له بهر د تکراري څیرو په تپل کیدو منجر کیږي، دا  د ملي ګټو او ملي اجماع پرضد ده.»


د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي:« که چیرې په کور دننه د افغانانو ترمنځ ملي ډيالوګ کیږي،په ملي مسایلو او د افغانستان دایمي سوله باندې خبرې کیږي، دا یو ښه اقدام دی که له ملي ډیالوګ تعریف دا وي،چې حکومت کې ونډه واخېستل شي دا ناکامې تجربې دي پخوا یې هم پایله نه ده ورکړې او اوس هم.»

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، په اوسنیو شرایطو چې افغانستان له نړۍ سره سیاسي ستونزه لري او په کور دننه د اساسي قانون نشتوالي او له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دی، د حل یوازینۍ لار یې د افغانانو ترمنځ ناسته او خبرې دي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« اوس چې له کومو مسلوسره مخ یو، هغه که د حکومت مشروعیت ، د اساسي قانون رامنځ ته کول دي، که له نړۍ سره ډیپلوماتیکې ستونزې دي د افغانستان له جغرافیې اندیښنې دي او یا هم د افغانانو اقتصادي ستونزې دي، د دې ستونزو یوازینۍ حل لار داده،چې افغانان د یوې اجنډا لاندې چې د ملي ګټو خوندیتوب دی په ګډه سره کیني.»


خو ځینې بیا په دې باور دي، چې له پخوانیو جنګسالارانو او د جمهوریت له چارواکو او سیاسیونو سره هر ډول ناسته او ډیالوګ جنګي جنایت دی او باید په دې برخه کې دقت وشي.

په ټوله کې د افغانانو ترمنځ د ملي ډیالوګ خبره پلویان زیات لري او ټینګار په دې کیږي،چې باید دغه ډیالوګ په کور دننه د افغانانو په نوښت ترسره شي.


خو اسلامي امارت بیا په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي،خو په بهر کې له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون له جوړښت یې موخه هېواد ته د هغوی بېرته راستنیدل دي، چې په دې لړ کې زیات پخواني چارواکي او سیاسیون راغلي هم دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist