• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مارک میلي: پر افغانستان له لرې څار لرو

مارک میلي: پر افغانستان له لرې څار لرو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/13

د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته د امنیتي ګواښونو په اړه د نړۍ او اسلامي امارت څرګندونې، ادعاوې او د ادعاوو رد لا هم پر خپل ځای دي.

د امریکا پوځ مرکزي قوماندانۍ مشر څه موده وړاندې اندېښنه ښودلې وه،چې ښایي راتلونکو شپږو میاشتو کې د افغانستان له خاورې پر امریکا یا د امریکا پر متحدو هېوادونو بریدونه وشي.


یاده اندېښنه د پنجشنبې پر ورځ یو ځل بیا د امریکا سنا جرګې غړو او لوی درستیز له خوا تازه شوې ده.

د امریکا لوی درستیزانو مشر جنرال مارک میلي ویلي، پر افغانستان له لرې څار لري او که اړتیا شوه،د ګواښونو له منځه وړلو لپاره به اړین اقدام وکړي.

میلي زیاته کړې:« ۱۸ میاشتې مخکې هم ما ویلي ول،چې ښایي راتلونکو ۱۸ میاشتو کې له افغانستانه امریکا ته امنیتي ګواښ پېښ شي. که څه هم یو څه ستونزمنه شوې،خو موږ لا هم له لرې د افغانستان وضعیت څارو او که اړتیا شوه، د ګواښونو له منځه وړلو لپاره به عملي اقدام هم وکړو.»


دا اندېښنه داسې مهال تازه کیږي،چې د اسلامي امارت بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي تېره اووتۍ اسلام آباد کې هېوادونه چلنج کړل،چې افغانستان کې دې ان د یوې ترهګرې ډلې شتون ثابت کړي.

له امنیتي ګواښونو ور اخوا امریکا له دې هم ویره لري،چې ښایي افغانستان کې د دوی لخوا پرېښودل شوي پوځي تجهیزات د دوی پر ضد وکارول شي.

د امریکا سنا جرګې غړو ته د امریکا دفاع وزیر لیویډ آسټین بیا ډاډ ورکړی دی،چې افغانستان کې پاتې تجهیزات هغه نه دي،چې دوی ترې استفاده کوله.

هغه زیاته کړې:« تاسو پوهیږئ!  موږ په تېرو ۲۰ کلونو کې د تېر افغان حکومت امنیتي ځواکونو ته په لویه کچه پوځي تجهیزات ورکړل  او کله چې حکومت راوپرځېد دا تجهیزات طالبانو ته پاتې شول. دا تجهیزات هغه تجهیزات دي،چې موږ افغان ځواکونو ته ورکړي ول، نه هغه چې زموږ له ځواکونو پاتې دي. موږ خپل تجهیزات په بریالۍ توګه له افغانستانه راویستلي دي.»


امریکا په افغانستان کې د خپل ۲۰ کلن حضور په لړ کې د تېر حکومت امنیتي ځواکونو ته د شااوخوا اووه میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي توکي ورکړي،چې اوس د اسلامي امارت ځواکونو له خوا کارول کیږي.


یادې موضوع امریکا کې په کور دننه هم ناندرۍ راپورته کړي او د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او  اوسني ولسمشر جو بایډن ترمنځ تر ټولو ستر اختلافي او ناندریز ټکی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ترک دولتونو سازمان افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی
افغانستان

د ترک دولتونو سازمان افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی

مې 25, 2025
د مخابراتو وزارت سرپرست تاشکند کې درې اړخیزه ناسته کې  ګډون کړی
افغانستان

د مخابراتو وزارت سرپرست تاشکند کې درې اړخیزه ناسته کې  ګډون کړی

مې 25, 2025
 د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو په اړه د حساب ورکولو بهیر پیل کوي
افغانستان

 د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو په اړه د حساب ورکولو بهیر پیل کوي

مې 25, 2025
چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي
افغانستان

چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي

مې 24, 2025
غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي
افغانستان

غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي

مې 24, 2025
د بحران نړیوالې ډلې د افغان کډولو په اړه له اروپايي ټولنې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې
افغانستان

د بحران نړیوالې ډلې د افغان کډولو په اړه له اروپايي ټولنې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې

مې 24, 2025

وروستي خبرونه

د ترک دولتونو سازمان افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی

د ترک دولتونو سازمان افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی

مې 25, 2025
د مخابراتو وزارت سرپرست تاشکند کې درې اړخیزه ناسته کې  ګډون کړی

د مخابراتو وزارت سرپرست تاشکند کې درې اړخیزه ناسته کې  ګډون کړی

مې 25, 2025
 د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو په اړه د حساب ورکولو بهیر پیل کوي

 د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو په اړه د حساب ورکولو بهیر پیل کوي

مې 25, 2025
چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي

چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي

مې 24, 2025
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

مې 24, 2025
غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي

غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي

مې 24, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist