Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: د پاکستان روان سیاسي کړکیچ هغه ډول چې فکر کیږي پرافغانستان اغیز نه شي لرلی

کارپوهان: د پاکستان روان سیاسي کړکیچ هغه ډول چې فکر کیږي پرافغانستان اغیز نه شي لرلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/11

له هغې وروسته چې د پاکستان مخکینی لومړی وزیر عمران خان د  پولیسوله لوري ونیول شو، په دغه هېواد کې د نومړي ګوند غړو او پلویانو په پراخو لاریونونو لاس پورې کړ او دغه لاریونونه په تاوتریخوالې واوښتل،چې قهرجنو لاریونوالو  د پوځ مشرانو پر کورونو او همداراز د پولیسو پر مرکزونو هجوم وروړ او ودانۍ یې تخریب کړې.


پاکستاني خبریالان وايي، په دغه هېواد کې سیاسي وضیعت ښه نه دی او  حالات کړکیچن دي، خو د پاکستان دغه ناسم سیاسي وضعیت پرافغانستان هغه ډول اغیز نه شي کولی،چې څه ډول یې فکر کیږي.

پاکستانی خبریال طاهر خان وايي:« د پاکستان وضعیت بلکل ښه نه دی او د عمران خان له نیولو وروسته د پاکستان په ډېری سیمو کې د پي.ټي.آي پلویانو لاریونونه کړي دي،چې تشدت هم شوی دی او حالت ښه نه دی،ځکه مخکې نه پاکستان کې سیاسي بحران موجود وه او دې سره نور هم زیاتېدای شي. دا فطري خبره ده، چې پاکستان کې مشکلات پر افغانستان اثرات لري،خو زیات به نه وي.»


 د سیاسي چارو کارپوهان وايي، پاکستان په خپل تاریخ کې دا لومړی ځل دی،چې له یو خطرناک  کورني سیاسي بحران سره مخ دی او فکر نه کیږي،چې ژر به پایته ورسیږي.

دوی وايي، دا لومړی ځل دی، چې د پاکستان ولسونه د یوه سیاسي ګوند په چوکاټ کې د پوځ پر وړاندې راپورته شوي دي او غواړي،چې له استبداد یې ځان وژغوري.

 د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« پاکستان اوس له ډېر بد بحران سره مخامخ شوی دی او دا بحران به ژر پایته ونه رسیږي. دا لومړی ځل دی،چې په پاکستان کې ولس له یوه ګوند سره یوځای شوی دی او دوی نور غواړي، چې د نظامیانو او ای.ایس.ای له استبداد څخه ځان وژغوري.»


ځیني نور بیا وايي، د پوځ په حکم د عمران خان نیولو پاکستان له جدي ګواښ سره مخ کړی او په دغه هېواد کې نړیوال تضادونه هم روان دي، چې ممکن د اوسني کړکیچ مهار د پوځ له توان هم ووځي.

  د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي:« هغه پاکستان چې په پورونو کې غرق دی، ناامني یې تهدیدوي ،  ګاونډیان ترې وېره لري او نړیوال تضادونه په کې جریان لري، په ځانګړي ډول د امریکا او چین  کیدای شي، پا کستان  د دغسې یوه کړکیچ په نتیجه له منځه لاړشي، په سیاسي پیښو کې دا پاکستان د پوځ دخالت یا د عمران خان نیول د پوځ په حکم باندې په حقیقت کې د پاکستان لپاره تر ټولو جدي تهدید دی او کیدای شي مهار یې پوځ ته هم ستونزمن تمام شي.»


په ورته مهال د افغانستان سوداګر وايي، داسمه ده،چې د افغانستان ۵۰ سلنه ترانزیت اوسوداګرۍ له پاکستان لري،خو اوسنی بحران یې د افغانستان سوداګرۍ نه شي اغیزمنولی.

 د سوداګرۍ خونه وايي،د پاکستان اوسنی سیاسي کرکیچ او بحران یوازې په لنډ مهاله توګه به د افغانستان پرترانزیت اغیز ولري.

اخوا بیا امریکا هم د پاکستان اوسنی وضعیت د اندیښنې وړ بللی دی او پایلې یې د اسلام اباد لپاره خطرناکې بللي دي .

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د پاکستان په شان د یوه پرمختللي هېواد له لوري نړۍ ته د هغه داخلي وضعیت ګډوډ وړاندې کېدل ښې پایلې نه لري.

خلیلزاد له هغو هېوادونو چې له اسلام اباد سره نږدې اړیکې غوښتي دي، چې پاکستان له احتمالي سقوط وژغوري.

هغه زیاته کړې:« د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان نیول واقعآ د خواشینۍ وړ دي او ډېرې سترې پایلې به ولري او دا څومره د افسوس خبره ده،چې یو هېواد خپلې ملي ګټې له خپل اسلامي هویت سره تعریفوي، بیا په داسې ګډ وډ حالت کې نړۍ ته وړاندې کیږي. هغه هېوادونه چې له پاکستان سره پیاوړې اړیکې لري، باید د دغه هېواد له مشرانوسره داسې یوې موافقې ته د رسیدو په برخه کې مرسته وکړي،چې د احتمالي سقوط مخه ونیسي.»


د کارپوهانو په خبره، له شک پرته  چې د پاکستان اوسنی ناسم سیاسي وضعیت به  پرافغان ګډوالو چې په دغه هېواد کې میشت د ي، ناوړه اغیز ولري او همدا راز هغه افغان ناروغان،چې د درملنې لپاره دغه هېواد ته ځي هم له ننګونو سره مخ کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist