Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
لاوروف: اسلامي امارت دې د ټولګډونه حکومت برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي

لاوروف: اسلامي امارت دې د ټولګډونه حکومت برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/08

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لارووف په خپلو تازو څرګندونو کې تمه ښودلې،چې  اسلامي امارت دې د ټولګډونه حکومت په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي .

لارووف ویلي،د داسې یو ټولګډونه حکمت تمه لري،چې نه یوازې د افغانستان قومونه بلکې ټول افغانان او سیاسي ډلې په کې شاملې وي .

هغه زیاته کړې:« موږ له طالب مشرانو تمه لرو، چې نه یوازې د قومي ډلو بلکې د افغانستان د ټولو غړو او سیاسي ډلو په ګډون سره د ټولګډونه حکومت په تړاو پر خپلو ژمنو عمل وکړي.»

خو اسلامي امارت له وړاندې ویلي،چې حکومت یې ټولګډونه دی او په کابینه کې د ټولو اقوامو او ولایتونو استازي غړیتوب لري.

  د سیاسي چارو تحلیل کوونکي بیا په باور دي،هغه هېوادونه چې په افغانستان کې  دټولګډونه حکومت چغې وهي، نه یوازې دا چې غواړي له دې لارې د افغانستان په حکومت خپل لاس پوڅي  کسان ځای پرځای کړي بلکې د افغانستان په چارو کې مستقمه لاسوهنه وکړي

دوی وايي، د خپله افغانانو په ګډون ټولګډونه حکومت د ټولو خواو غوښتنه ده،خو داسې ټولګډونه حکومت چې تیرې تکراري او تجربه شوې څیرې په کې شاملې نه وي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی نجیب شمال وايي:« د ټولګډونه حکومت غوښتنه یوازې د روسیې او یا هم  د بل هېواد  نه  ده،بلکې د امریکا ، ملګرو ملتونو ، د سیمې هېوادونو ، ګاونډیو  او د خپله افغانانو غوښتنه هم ده، خو د داسې حکومت د رامنځته کولو هدف دا نه دی،چې هغه تیرې څېرې دې راوستل شي،چې په تیرو ۲۰ کلونو کې یې امتحان ورکړی دی او یوازې یې خپلو کورنیو ته خدمت کړی.»

 د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند بیا وايي،له اسلامي امارت څخه د ټولګډونه حکومت غوښتنې موخه د اساسي قانون رامنځ ته کول دي،چې پرمټ یې خلکو ته د رایې د ورکړې زمینه برابره شي او همداراز کار اهل کار ته وسپارل شي.

هغه زیاتوي:« له طالبانو د ټولګډونه حکومت غوښتنې هدف دادی،چې اساسي قانون دې د ملي پروسې له مخې رامنځ ته شي،چې ټولو ته د رایې زمینه برابره شي ، د خلکو غوښتنې یې پکې ځای پرځای شي او کار اهل کار ته وسپارل شي،بیا نو نړۍ ته د منلو دی.»

د روسیې بهرنیوچارو وزیر سرګي لاوروف دا هم ویلي،چې امریکا یوځل بیا  د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې هڅې کوي او داسې شواهد شته دي،چې واشنګټن په افغانستان کې داعش ، د ختیځ  ترکستان اسلامي غورځنګ او د القاعده شبکې په ګډون  د هغو ترهګرو ډلو چې د طالبانو مخالفې دي، ملاتړ کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist