افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ(یوناما) ویلي،د اسلامي امارت له لورې وروستیو بندیزونو د دوی مرستې اغېزمنې کړي، هغه چې په روغتیا، تعلیم او خوړو برخو کې تر سره کېدې.
یوناما ویلي، افغانستان کې د افغانانو پرمخ پرتو ستونزو او محدودیتونو یوازېنۍ لاره د ملګرو ملتونو او اړوندو نادولتي موسسو شتون دی، خو د دوی پر مخ پراته خنډونه باید سرپرست حکومت لرې کړي.
یوناما زیاته کړې:« د بندیز لګولو وروسته موږ د مدني ټولنو او ښځو په ګډون له غړو هېوادونو او تمویلوونکو سربېره له یو شمېر افغان اړخونو سره ولیدل. د ملګرو ملتونو او ملي او نړیوالو نادولتي موسسو مرستو رسولو په برخه کې د افغانانو ملاتړ لپاره د محدویتونو او خنډونو لرې کول اړین دي او سرپرست حکومت باید دغه خنډونه لرې کړي.»
د یوناما په باور افغانستان کې د ګڼو برخو تمویلوونکو مرستندویه بنسټونو مرستې تر وروستۍ کچې ټېټې سطحې ته رسېدلي او او د ښځو کار بندیز به دا ستونزې لا زیاتې کړي.
یوناما زیاتوي:« د مرستو رسولو عملیاتو لپاره د تمویل کچه د اندېښې وړ ټيټې کچې ته رسېدلې او د ښځو کار بندیز دا ستونزه لا زیاتوي. موږ د افغانستان نارینهوو، ښځو او ماشومانو ته د مرستو رسولو په برخه کې خپلې ژمنې بیا ځل تکراروو او خپلو موخو ته باید په سم او اغېزناک ډول ورسیږو.»
بلخو د سیاسي چارو شنونکي بیا په دې اند دي،چې د سرپرست حکومت له لورې بندیزونو نه یوازې دا چې بشري مرستې اغېزمنې کړي، بلکې له نړۍ سره د تعامل نشتون او له رسمیت پېژندلو څخه واټن یې هم رامنځته کړی دی.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما)دا څرګندونې او اندېښنې وروسته له هغې دي، چې سرپرست حکومت د یوناما په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.
خو تر دې وړاندې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل، له روغتیايي مرکزونو پرته په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز او یو شمېر نور محدویتونه هغه موارد دي، چې نړۍ یې اسلامي امارت څخه د حل غوښتنه کوي.