د اپریل میاشتې پر ۲۷مه د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورورکوونکی، ریچارډ بېنېټ او د یاد سازمان کارپوهانو یوه ډله د افغان ښځو او نجونو په ګډون د بشري وضعیت د څېړلو په موخه افغانستان ته راغلل.

هېواد ته د ملګرو ملتونو د یاد پلاوي سفر چې اته ورځې وغځېد، د روانې مې میاشتې په څلورمه نېټه پای ته ورسېد.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو یادې ډلې له ستنېدو وروسته د افغان ښځو او نجونو د حقونو په تړاو یوه خبرپاڼه کې اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي،چې په افغانستان کې ښځې او نجونې په سیسټماټیک ډول ځپل کیږي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« افغان ښځې او نجونې په سیسټماټیک ډول ځپل کیږي. نړیواله ټولنه د افغان ښځو او نجونو پر حقونو سترګې نه شي پټولی. په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو مسله او په مهمو قضیو کې د دوی مانا لرونکی ګډون باید د ملګرو ملتونو له لومړیتوبونو وي. له افغان ښځو او نجونو باید د سیاسي مسایلو ترلاسه کولو په برخه کې وسیله ونه ګرځي او له دغو حقونه باید هېڅکله د خبرو اترو او مذاکراتو په لار کې د وسیلې په توګه کار وانخېستل شي.»

خبرپاڼه کې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې او په تېره بیا د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ ( یوناما) په دفترونو کې د ښځينه کارکوونکو پر کار د بندیزونو لګول د دې ترڅنګ چې د ښځو د حقونو پر وړاندې د بندیزونو یو بل نوی اقدام بللی، ویلي یې دي چې دغه حکم په افغانستان د ملګرو ملتونو وضعیت له ستونزمن حالت سره مخ کړی دی.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د یوناما په اداره کې د اسلامي امارت له لوري د ښځینه کارکوونکو د کار بندیز پر دوام په غیر دولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو د کار بندیز لاپسې سختوي، یاد حکم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کار وضعیت له ستونزمن حالت سره مخ کړی دی.»

د متخصصانو یادې ډلې یو ځل بیا له اسلامي امارت غوښتي دي،چې د ښځو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي او په دې برخه کې نړیوالو اصولو ته ژمن پاتې شي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« موږ له طالب چارواکو غوښتنه کوو،چې د بشري حقونود اصولو مراعت کولو او په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې د هر راز تبعیضي چلن د مخنیوي کنوانسیون په برخه کې پر خپلو کړو ژمنو ودریږي او د ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ او ساتنې ټولو حقونو ته درناوی وکړي.»

د سیاسي چارو یو تحلیل کوونکي بیا له اسلامي امارته غواړي،چې د افغاني دود او اسلامي اصولو سره سم افغان نجونو او ښځو ته د کار او زدکړو اجازه ورکړي،ترڅو له یوې خوا په دې برخه کې د نړۍ پلمې ورختمې او له بلې خوا په راتلونکې کې د ورته څرګندونو مخنیوی شوی وي.

د ملګرو ملتونو سازمان یادي ډلې داسې مهال د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې،چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال له رسنیو سره په خبرو کې د ټولګډوڼه حکومت نه رامنځته کېدو، د ترهګرو ډلو شتون ترڅنګ د افغان ښځو او نجونو حقونو ته نه درناوی د رسمیت پېژندنې په لار کې لوی خنډونه بللي.

ومو غوښتل په دې تړاو د اسلامي امارت نظر هم له ځان سره ولرو،خو د راپور تر نشر پورې زموږ اړیکو ته ځواب ورنه کړ،خو اسلامي امارت د افغان ښځو په تړاو د نړۍ دغه ډول څرګندونې تل رد کړي او دا یې د افغانانو کورنۍ مسله یاده کړې.
/*! elementor - v3.11.5 - 14-03-2023 */ .elementor-heading-title{padding:0;margin:0;line-height:1}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title[class*=elementor-size-]>a{color:inherit;font-size:inherit;line-height:inherit}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-small{font-size:15px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-medium{font-size:19px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-large{font-size:29px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xl{font-size:39px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xxl{font-size:59px}
شریک یې کړئ