د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل لپاره د ډېرو اجماع د افغانانو ترمنځ پر سیاسي خبرو اترو وه.
په همدې حال کې د افغان ښځو او بشر حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم پر خپله ټویټر پانه له ملګرو ملتونو او قطر مننه کړې،چې د سوله ییز او باثباته افغانستان په ملاتړ د نړیوالې همغږۍ د اسانتیا لپاره ځانګړي استازي رابللي وو.
امیري ویلي، دوی همداراز د سیمې، د مسلمان-اکثریت هېوادونو او پراخې نړیوالې ټولنې پر اړتیا هم توافق وکړ،چې د افغانستان او د افغانانو د ملاتړ لپاره په همغږۍ کار وکړي.
د نوموړې په وینا د دوحې ناستې ډېری ګډونوالو له اسلامي امارت سره د تعامل په اړه له هغوی سره د خبرو د اړتیا تر څنګ په هېواد دننه او بهر کې له نورو افغانانو، په ځانګړې توګه له ښځو، سره د اړیکو لپاره د هڅو یادونه هم کړې ده.