د افغانستان په تړاو قطر پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو پر مشرۍ جوړې شوې نړیوالې ناستې ته د افغانستان استازي نه دي وربلل شوي.
په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي، د افغان حکومت پلاوی له ګډون پرته هېڅ نړیواله ناسته پایله نه ورکوي او ستونزې نه شي حل کولی.
شاهین وايي، دا مهمه ده،چې د افغانستان بېلا بېلو مسایلو په تړاو یې نړیوال نظریات واوري او همداراز په افغانستان کې له عیني واقیعتونو خبر شي.
د شاهین په خبره،د قطر ناستې یوه نمیګړتیا همدا ده،چې اسلامي امارت استازي په کې حضور نه لري،خو بیا یې هم پایلې ته په تمه کیږي.
هغه زیاته کړې:« د افغانستان په هلکه هره نړیواله غونډه د اسلامي امارت د استازو له ګډون پرته مثبته پایله نه شي درلودلی. اړینه ده،چې د هرې موضوع په هلکه نړیوال زموږ نظر واوري او په افغانستان کې ځمکنیو واقیعتونو باندې پوه شي، د دې لپاره د اسلامي امارت پلاوي ګډون ضروري وو، د دوحې ناستې لویه ستونزه داده،چې د اسلامي امارت پلاوی په کې شتون نه لري،د غونډې په پایله کې به وګورو،چې د مسایلو حل لپاره په کې کوشش شوی او که یوازې هدف یې فشار اچول دي.»
د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي، د نړیوالو قوانینو پر اساس چې د کوم هېواد په تړاو بحث کیږي،باید د هغه هېواد استازي موجود وي او دلته ملګرو ملتونو ته لازمه وه،چې د افغانستان نظام استازي یې د قطر ناستې ته وربللي وی.
دوی وايي، نړۍ اوس دې پایلې ته رسیدلې،چې د افغانستان حکومت د ر سمیت پیژندنې پرته بله لار نه لري او دا لرې نه ده،چې افغانان به له اوسنۍ نړیوالې اقتصادي او سیاسي انزوا ووځي.
د سیاسي چارو کارپوه مختار هاتف وايي:« ملګرو ملتونو ته اړینه دا وه،چې د نړیوالو قوانینو تر سیوري لاندې،چې د افغانستان نظام استازی یې هلته غوښتلی وی. ډاډ دادی،چې امریکا ، ملګري ملتونه او روسان دې پایلې ته رسیدلي،چې ور ور د افغانستان نظام په رسمیت وپیژني،چې له دې سره به افغانستان له نړیوالې سیاسي او اقتصادي انزوا ووځي.»
د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا بیا وايي، د قطر ناستې ته د کابل نه وربلل په دې مانا دي،چې هرڅه یو اړخیز روان دي او له دغسې کړنو هغه څه لاسته نه راځي،چې تمه یې کیږي .
د اکبر اغا په خبره، ملګرو ملتونو باید دغه ناسته د یو پراخ دید پر اساس جوړه کړې وی او د افغانستان استازی وربلل شوی وی.
هغه زیاته کړې:« دې کې هیڅ شک نشته دی،چې د قطر غونډې ته د افغانستان فعلي واکمنان نه دي غوښتل شوي،ډېره به کمزورې وي او ناسته به مثبتې پایلې ونه لري.»
د قطر په ناسته کې،چې د افغانستان په تړاو جوړه شوې او د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتیریش یې کوربه دی،د دغه سازمان غړو هېوادونو په کې ونډه اخېستې او د افغانستان په تړاو په کې د بندو دروازو ترشا بحثونه روان دي.