د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ستره کمېشنري په بامیانو ولایت کې ۱۴۴ سمڅمېشتو کورنیو ته سرپناه جوړوي.

د بامیانو سیمه ییز مسوولین وايي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سترې کمېشنرۍ مرستیال او ورسره مل پلاوي د بامیانو د سیمه ییزې ادارې له مشرتابه سره د کتنې پر مهال د یاد ولایت ۱۴۴ کورنیو لپاره د یوه هستوګنیز ښارګوټي د بنسټ ډبره کېښوده.

د بامیانو د والي ویاند عبدالصبور سیغاني ویلي،یاد ښارګوټی په ۱۲ هکتاره ځمکه کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو په مالي ملاتړ جوړېږي، چې پر هر کور ۴ زره امریکایي ډالره لګښت راځي.

د بامیانو والي عبدالله سرحدي له یاد سازمان د مننې ترڅنګ ویلي،د اسلامي امارت مشرتابه داخلي او بهر څخه راستنېدونکو کډوالو لپاره د هستوګنې او د ژوندانه وسیلو د برابرولو په برخه کې ګټور پلانونه لري.

په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې ګیلیان تریګس ویلي، چې په دغه ولایت کې به ۱۴۴ کورنیو جوړ کړي،چې په هر کور به ۴ زره امریکایي ډالره لګښت راشي.
/*! elementor - v3.11.5 - 14-03-2023 */ .elementor-heading-title{padding:0;margin:0;line-height:1}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title[class*=elementor-size-]>a{color:inherit;font-size:inherit;line-height:inherit}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-small{font-size:15px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-medium{font-size:19px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-large{font-size:29px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xl{font-size:39px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xxl{font-size:59px}
شریک یې کړئ