Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: د ترهګریزو ګواښونو په اړه د سیمې هېوادونو اندېښنې بې ځایه دي

مجاهد: د ترهګریزو ګواښونو په اړه د سیمې هېوادونو اندېښنې بې ځایه دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/01

د روسیې دفاع وزیر سیرګي شویګو هند کې د شانګهای همکاریو سازمان غونډې پرمهال ادعا کړې،چې افغانستان  کې میشتې سخت دریځې ډلې مرکزي آسیا ته هم ګواښ پېښوي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي دي،چې د دې ګواښونو له منځه وړلو کې یو لاس شي.


شویګو زیاته کړې:« ډېری هغه سخت دریځې ډلې چې په افغانستان کې اوسي اصلي ګواښ پېښوي او خپله ایډیالوژي د سیمې دیموکراتو هېوادونو ته خپروي. زموږ په اند د افغانستان موضوع باید د شانګهای همکاریو سازمان په اجنډا کې ځای پیدا کړي. یوازې سیمه ییزه او نړیواله همکاري کولی شي، د هغو ستونزو په حل کې مرسته وکړي،چې افغانستان ورسره په یوازې توګه مخ دی.»


د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د شویګو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي،چې د افغانستان امنیتي ځواکونو نه یوازې د هېواد دننه امنیت ټینګ کړی، بلکې د نورو وسله والو پر وړاندې یې هم کلکه مبارزه کړې ده.

مجاهد زیاته کړې:« د افغانستان اسلامي امارت د روسیې فدراسیون د دفاع وزیر سرګي شایګو هغه څرګندونې ردوي، چې ګواکې له افغانستانه وسلوالې ډلې د منځنۍ اسیا هېوادونو امنیت ته لوی ګواښ پيښوي.»


مجاهد وايي، د سیمې هېوادونه باید د خپلو هغو وګړو مخه ونیسي،چې له پولي اوړي او افغانستان کې دننه ترهګریز فعالیتونه پر مخ وړي.

هغه زیاتوي:«له بده مرخه باید ووایو،چې په افغانستان کې د نا امنۍ څو وروستۍ پېښې د سیمي ځینو هېوادونو د اتباعو له لوري ترسره شوي دي، دا ستونزه رامنځته کوي، چې دغه حکومتونه خپل مسوولیت ادا کړي.»


شنونکي هم په دې اند دي،چې هېواد کې تېرو څلورو لسیزو ناخوالو کې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ونډه ډېره بارزه ده او له دې هېوادونو غواړي،چې د افغانستان په هکله مثبت فکر او دریځ خپل کړي.

د روسیې لخوا د افغانستان امنیتي وضعیت په اړه دا اندېښنې داسې مهال  کېږي،چې څو ورځې وړاندې یې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف طالبان د افغانستان حقیقت یاد کړی وو او له دوی سره یې خبرې حتمي بللې وې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist