د ملګرو ملتونو ویاند سټيفن دوجاریک وړمه ورځ اعلان وکړ،چې د قطر ناسته کې یې د ګډون لپاره د اسلامي امارت استازو ته بلنه نه ده ورکړې.
د سیاسي چارو یوشمېر تحلیل کوونکي په دې باور دي، که د افغانستان حکومت ته د ګډون بلنه ورنه کړل شي،نو دغه کنفرانس به د افغانستان په وضیعت هېڅ ډول اغیز ونه کړي او نه به هم شته ستونزې حل کړي.
دوی وايي، غوره لار داده،چې د نړیوال امنیت لپاره باید له اسلامي امارت سره مخامخ خبرې وشي او له دې پرته هر ډول ناستې او کنفرانسونه پایلې نه ورکوي.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکی هاتف مختار وايي:« که په دغه کنفرانس کې د افغانستان اسلامي امارت استازي ته بلنه ورنه کړل شي،نو دغه کنفرانس به د افغانستان قضیې له ستونزې سره هېڅ مرسته ونه کړي، اسلامي امارت په افغانستان کې یو واقیعت دی، دا باید ومنل شي، که نړۍ غواړي پر نړیوال امنیت په دې منطقه کې خبرې وکړي، نو غوره لار داده، چې اسلامي امارت سره دې مخامخ خبرې وکړي،پرته له دې د دې کنفرانس پریکړې به د افغانستان د ملت لپاره د منلو وړ نه وي.»
تحلیل کوونکي وايي، که اسلامي امارت ته بلنه ورکړل شوې وی،نو استازي به یې د حکومت په تړاو د نړیوالو نیوکې او پوښتنې له نږدې ځواب کړې وې،چې له دې سره به چارې مثبت لور ته تللې وې.
دوی په دې باور دي،چې د قطر کنفرانس ته د افغانستان نه بلنې لامل به په دغه ناسته کې د ملګرو ملتونو ځینې داسې پریکړې وي،چې ښايي د افغانستان پر ګټه نه وي.
دخلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا وايي:« ښه خبره خو به داوه،چې له طالبانو یو څوک تللي وی او هلته یې د افغانستان نماینده ګي کړې وی او د افغانستان په اړه به یې وضاحت ورکړی وی، کومې نیوکې چې دوی د افغانستان پر حکومت درلودلی هغو ته به یې ځواب ورکړی وی، چې خبره مثبت لوري ته تللې ویی او افغانستان به له دې ستونزو خلاص شوی وی.»
تحلیل کوونکي وايي، اوس له ملګرو ملتونو او د ناستې له ګډونوالو یې غوښتنه داده،چې لا هم وخت شته دی، اسلامي امارت ته دې بلنه ورکړي او د افغانستان حکومت د رسمیت پیژندنې په تړاو دې غور وشي.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکی نجیب الله جامع وايي:« افغانانو انتظار درلود،چې په دغه ناسته کې د افغانستان حکومت رسمي استازی حضور ولري،ځکه که د حکومت استازی نه وي افغانستان د یو طرف په توګه باندې څنګه مسوول وبلل شي او د حکومت استازي حضور د نړۍ او افغانستان ترمنځ تعامل ښه شرایط برابرولی شي. زموږ غوښتنه داده، نه یوازې دا چې د افغانستان استازي ته په دغه غونډه کې وخت ورکول شي،بلکې له افغانستان سره له نږدې تعامل کې د افغانستان په رسمیت هم غور وشي.»
له هغې وروسته،چې په افغانستان کې د یوناما او د ملګرو ملتونو نورو ادارو کې هم د ښځو پر کار بندیز ولګول شو،نو نړۍ د خپلو مرستو د بندولو ګواښ وکړ.
اوس اندیښنې دادي،که وضیعت په همدې توګه دوام وکړي، زیان به یې یوازې افغان ولس ته ورسیږي او اقتصادي وضیعت به خراب او بشري بحران به لا پسې پراخ شي،چې هغه مهال به یې بیا مخنیوي اسانه نه وي.