هغه زیاته کړې:« زه د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیک هرکلی کوم. دغه پرېکړه لیک په ټوله کې د افغانستان او په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو د حقونو په تړاو نړیوالې غوښتنې منعکسوي. دا ډېره اړینه ده،چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره د تعامل په برخه کې د تګلارې جوړولو پر څرنګوالي کار وکړي،د دې لپاره قطر کې جوړېدونکه ناسته یو ښه فرصت دی.»
خو بل پلو د سیاسي چارو شنونکي بیا تېرو ناستو پایلو ته په کتو د یادې ناستې پایلو ته هم د شک په سترګه ګوري او باور لري،چې ورته ناستې چې له دې مخکې هم ترسره شوي،خو دا چې ډېری په درېیم هېواد کې دي او د اسلامي امارت له حضور پرته ترسره شوي له همدې کبله یې محسوسې پایلې یې نه دي لرلي.